په شمال کي د ناټو ۵ پوځيان ژوبل شوي

56 | نوومبر 11th, 2009


د سویډن پوځ وايي چي د افغانستان په شمال كي د چهارشنبې د ورځي د ماين په چاودنه كي د دوى يو ژباړن وژل شوى او پنځه كسه سرتيري يې ټپيان شوي دي

د راپورنو له مخې دغه پوځيان د پيښې پر مهال د مزارشریف ښار د لوېدیځ په څلوېښت کیلومترۍ کې غالباً بلخ ولسوالۍ کې په ګزمې بوخت وه .

ویل شوي چي ټپيان د درملنې لپاره نيږدې سیمه ییز روغتون ته لېږل شوي دي، خو روغتیايي وضعیت يې تردې دمه څرګند نه دی .

سویډن د ناټو ترمشرۍ لاندې په نړیوالو سوله ساتو ځواکونو کې حاضردمه ۴۵۵ سرتېري لري چې اکثره د افغانستان په شمال کې دېره دي

Copyright Larawbar 2007-2024