پېښور : د ISI پر دفتر ځانمرګی بريد سوئ دئ

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2009


نن د جمعې په ورځ سهار د پېښور پر خيبر نومي سړک باندي د يو ځانمرګي بريد له امله لس کسان ووژل سول او دېرش نور ټپيان سول .

د راپورونو له مخي د ځانمرګي هدف د پاکستاني د استخباراتي ادارې ISI سيميز دفتر وو چي د امنيتي ځواکونو له خوا يې د موټر د درېدلو سره سم ځان ته انفجار ورکړ چي د ځاني زيان تر څنګ يې ددغې ادارې و دفتر ته هم زيات زيان اړولئ دئ .

د پرله پسې چاودنو او ناامنۍ له امله د سيمي زيات شمېر ښوونځۍ هم تړل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024