لس ګونه افغانان نيول شوي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 15th, 2009


دبي بي سي په حواله اندونېزيادولت تېره ورځ اعلام وکړچې تېره ورځ يې هغه يوشپېته افغانان نيولي دي چې، غوښتل يې په ناقانونه توګه استرلياهېواد ته واوړي. سرچينه زياتوي چې په دغوکسانوکې درې تنه هغه وخت ټپيان شول چې غوښتل يې له پوليسوتېښته وکړي، خوبريالي نه شول .
تېرکال په لس ګونه هغه ځوان افغانان چې غوښتل پې دکارلپاره بهرته سفروکړي دپاکستان په کويټه سيمه کې دکانټينروڅخه يې مړي راوېستل شول ،چې په دغه کانټينرکې دهوابندېدل اوله څوورځوزيات ساتل ددې لامل شوی وچې دغوځوانانوخپل ژوندله لاسه ورکړي.
ياده دې وي چې دامهال يوزيات شمېرافغانان دبې کارۍ، بې وزلۍ اوفقر له امله بهرنيوهېوادونوته دکارلپاره ځي، اوان تردې چې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي

Copyright Larawbar 2007-2024