په نورستان کي ٦وسلوال طالبان وژل شوي

56 | نوومبر 15th, 2009


د نورستان ولايت سيمه ييزامنيتي چارواکي وايي چي تېرماښام ددې ولايت په نورګرام ولسوالۍ كي شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان د امنې قومندان محمد قسيم جنګل باغې آزادۍ راډيوته ويلي چي وسله والو مخالفينو د نورګرام ولسوالۍ پر څو امنيتي پوستو په يوه وخت حمله وكړه خو د افغان او بهرنيو ځواكونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
ښاغلي جنګل باغې ويلي چي په وژل شوو مخالفينو كې د طالبانو لخوا د نورګرام لپاره ټاكل شوى ولسوال ملا كبيرهم شامل دى.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024