په روغتيايي مرکز کي چاودني مرګ ژوبله پېښه کړې

56 | نوومبر 15th, 2009


د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چي تېره شپه د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ په يوه روغتيايي كليينك كي چاودني يوه اميدواره ښځه وژلې ، يو پايوازاو ددې كلينيك دوه كاركوونكى ټپيان کړي.
د عامې روغتيا وزير ډاكټرسيد محمد امين فاطمي ويلي چي چاوديدونكي مواد په بخارۍ كي ځاى پرځاى شوي وو.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير وويل چي دا د خلكو د دښمنانو كار دى.
ويل شوي چي په دې چاودنه كې ددې كلينيك يوه برخه هم ويجاړه شوې.
لا تراوسه ددې پيښې مسووليت كومې ډلې نه دى منلى.
د عامې روغتيا وزير يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چي د روغتيايي كاركوونكو د فعاليتو نو په وړاندې خنډ جوړنه كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024