په مزار كي وسلوالو معاشونه تښتولي

56 | نوومبر 16th, 2009


چارواكي وايي نا معلومو وسلوالو كسانو چي ويل كيږي، پوځي يونيفورم يې په غاړه و، په مزارشريف كي د تفحصاتو د نمايندګۍ د كاركونكو تنخواوي يا معاشونه تښتولي دي

د مزارشريف د تفحصاتو د نمايندګۍ مشر انجنير محمد حنيف ويلي چي د ۲۵۰ كاركونكو د لړم د مياشتې معاش تقريبا دوه ميليونه او دوه لكه افغانۍ كېدى، د مزار ښار په دري كيلومټرۍ كي د نامعلومو كسانو لخوا وتښتول شو

د بلخ ولايت د امني قومندان دا خبر تاييدوي او زياتوي چي د پيښي په اړه پلټني رواني دي

Copyright Larawbar 2007-2024