د اداري فساد د مخنيوي حل لاري څېړل كېږي

56 | نوومبر 16th, 2009


ټاكل شوي چي سر له دوشنبې څخه په افغانستان كي د اداري فساد پرضد د مبارزي په اړه رسمي بحثونه پيل شي

تمه ده نن له غرمي وروسته به د افغانستان د عدليې، كورنيو چارو، لويي څارنوالۍ ، ستري محكمې او په افغانستان كي د متحده ايالاتو او بريټانيې د سفارتونو د استازو ترمنځ په دي هيواد كي د اداري فساد پرضد د مبارزې پر مسئلې بحث او خبري وشي.

په كابل كي د متحده ايلاتو د سفارت لخوا په يوې خپرې شوي اعلامي كي راغلي دي، ددغو خبرو په ترڅ كي به د جرمونو پرضد د يوي كاري ادارې د رامنځته كولو، د فساد پرضد د مبارزې د ادارې او د فساد پرضد د يوې محكمې په جوړېدو باندي هم خبري وشي

د افغانستان خلك او له دې هيواد سره مرسته كوونكي هيوادونه په افغانستان كي د اداري فساد سره د جدي مبارزې غوښتونكي دي

Copyright Larawbar 2007-2024