تخار: ۲ ښوونځي او ۱۳ ک.م. سړک جوړيږي
دتخار په ولايت کې د دوو ښوونځيو تر څنګ ١٣ کيلومتره سړک چې لګښت به يي ٤٧٥٠٠٠٠٠ ميليونه افغانۍ وي دنړيوال بانګ له لورې په پاخه اواساسې ډول جوړيږي.
دغه سړک به دتخار ولايت دبنګې ليري پرته ولسوالې داشکمش دولسوالې سره ونښلوي
نن د دوشنبې په ورځ په هغه پرانيسته کې چې دتخار ولايت دفوائدعامې رياست چارواکو،دتخار والې ، دبنګې ولسوالې قومې مشرانو اومخورو په کې ګډون کړي وو سربيره پردي دبنګې ولسوالې په سلګونو شمير خلکو په کې هم ګډون کړئ وو
عبدالطيف ابراهيمې چې تخار ولايت والې دي دغونډې برخوالوته په وينا کې وويل(( دغه سړک د ١٣ کيلومتره په اوږدوالې سره چې مالې لګښت يي دنړيوال بانک له لورې ورکول کېږي په اساسې ډول به ورغول شي ښاغلې ابراهيمې زياته کړه ، چې ددغه سړک نه به ٦٥٠٠٠ وګړي ګټه پورته کړي همداراز ابراهيمې ددغه سړک د ارزښت په اړه وويل ددي سړک دجوړيدو وروسته به بنګي وال وکولاي شي چې په آسانې سره خپلې دتګ راتګ ستونزي حل کړي ))
ددي سربيره دبنګې ولسوالې يوتن اوسيدونکې رسنيو ته وويل (( چې ددي سړک دجوړيدو وروسته به مونږه وکولاي شو خپل ناروغان په وخت اوزمان مرکزته ورسوو اوهمداراز موږبه وکولاي شو چې خپل کرنييز محصولات اوتوکې به په خپل وخت بازارونو اومارکيټونو ته ورسوو ))
ددي سربيره په بنګې ولسوالې کې دوه بابه ښوونځې چې په عصرې ډول رغول شوي وو ګتې اخيستنې ته وسپارل شو
دغه دوه بابه ښوونځې چې دجاپان دهيواد به مالې لګښت رغول شوي وو ، نن دجاپان دهيواد له لورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو دغه هريوښوونځې چې ٨ درسې خونې او ٤ ادارې خونې لري د٨٥ اتيا زره امريکايي ډالرو په لګښت دجاپان له لورې جوړ شول په دغو ښوونځېو کې به ١٤٠٠ زده کوونکې خپلې زده کړې پرمخ بوزې دبنګې ولسوالې يوتن اوسيدونکې رسنيو ته وويل (( ددي وړاندې زمونږه کوچينانو په کيږديو کې خپلې زده کړي کولې خو اوس موږ خوښ يو چې له دي وروسته به مونږه دغه ستونزه آواره شي ))
همدارنګه يوښوونکې رسنيو ته وويل (( چې دغه ګام دهيواد په معارف کې يومثبت ګام دي ))
ديادونې وړ ده چې دبنګې ولسوالې يودهغو ولسواليو څخه ده چې تردي مهاله دچارواکو سمه پاملر نه ورته نه کيدله خو په دي ورستيوکې په دغه ولسوالې کې دبيارغونې چارې ګړندي شوي دي دغه ولسوالې د ٦٥٠٠٠ زره نفوسو په لرلوسره دتخار ولايت ګڼ ميشتو ولسواليو په ډله کې راځې .
همايون بابر کندوز