وردګ: ديوې سويډني موسسې دوه کارکوونکي ووژل سوه

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2009


په وردګوکی په یوه ټرافیکی پیښه کی دسویډن دموسسی دوه تنه کار کوونکیوژند له لاسه ورکړ

پیښه نن سهار دکابل کندهار دلویی لارې پرسر دوردګو ولایت دنرخ ولسوالی اړوند دسره پله په سیمه کی دیوي ټرافیکی حادثی په ترڅ کی دسویډن دموسسی دوه تنه کارکوونکی مړه شول .

دغه دوه کارکوونکی چې دسویډن دموسسی سره یی په وردګو کی دجغتو په ولسوالی کی دملی پیوستون په پروګرام کی کارکاوه سهار په داسی حال کی چی موټر یی دملی اردو دزغره وال ګاډی سره ټکر کړی دواړه وژل شوی دی .

مدیر محمد نور چې دسویډن دموسسی دساحوی دفتر مدیروو ا چی دسیداباو ولسوالی دښادی خیلودکلی اوسیدونکی وو

دغه رازموټر چلوونکی یی امان الله نومیده اودجغتو ولسوالی دکلانده دکلی اوسیدونکی وو چې دغزنی څخه دوردګو ولایت مرکز میدان ښار ته راران ول چی دسره پله په سیمه کی یی موټر دملی اردو دموټر سره ټکر شوی دی .

محب الله چې په یادشوی دفتر یی ورسره همکاردی وایی چې محمد نور دټکر په څای کی خپل ژوند له لاسه ورکړ او اما ن الله دغزنی روغتون ته انتقال شو او په شفاخانه کی یی ژوند له لاسه ورکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024