ولسمشر كرزى نن د راتلونكو پنځو كلو لپاره لوړه وكړه video

56 | نوومبر 19th, 2009


 نن د پنجشنبې په ورځ ولسمشر كرزى د راتلونكو پنځو كلونو لپاره لوړه وكړه .


 د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو له خوا پرون اعلان وشو چي د لوړي مراسيمو د ښه امنيت په خاطر د كابل ښار ته راغلي او ښاري لاري د ترافيكو پر مخ بندي دي.


د كابل ښار سړكان د چهار شنبې له ماځيګر څخه په تمامه مانا د موټرو پر مخ بند دى، د ښار د ګني ګوڼي ډك سړكان نن تش دي، د بهرنيو ځواكونو او رسنيو موټرانو ته هم اجازه نه وركول كېږي.
دغه راز د کابل د هوايي ډګر هوايي کرښه هم د حاجيانو له ځانګړو الوتنو پرته د نورو ټولو سوداگريزو الوتنو پر مخ تړلې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ د رسنيو دفتر وايي چې په دغو مراسمو کې به د شاوخوا پنځه څلوېښت هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي .
د ولسمشرۍ د دفتر يو وياند حامد علمي وايي د بهرنيو مېلمنو د ښې پالنې او امنيت په خاطر د کابل هوايي ډګر هم د پنجشنبې د سهار له اتو د مازيګر تر څلور بجو پورې د سوداگريزو الوتنو پر مخ تړلى دى.
د افغانستان د تېر ځل د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د گڼو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر څنگ د امريکې د ولسمشر پخواني مرستيال ډيک چيني هم ګډون كړى و.
خو دا ځل د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن ګډون كوي .
دا رنګه د بريټانيا، فرانسې او ځينو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لوړې دغو مراسمو ته راغلي .
افغاان امنيتي ځواکونو د کابل له ښاريانو غوښتي چې د ترهګريزو پېښو په ليدو سره دې امنيتي ځواکونه خبر کړي چې د دغو خبرتياو له مخې به خلکو ته انعامونه هم ورکول شي .
د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون پرته نوري رسنۍ اجازه نه لري چي د لوړي په دغو مراسمو كي د رپوټ جوړولو كي ګډون وكړي، ژورناليستان به د ملي راډيو ټلوېزيون له لاري مراسم څاري.
ددې تر څنګ نن په کابل کې رخصتي هم اعلان شوې ده .


 د لوړي  مراسم  :




Copyright Larawbar 2007-2024