تر کبيرخان وروسته د راشد لطیف استعفی هم ومنل شول
پرون د یکشنبې په ورځ راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې یا دې کبیر خان بیرته د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی کړي او یا دې خپله د راشد لطیف تنخواه یو په دوه کړي او که د افغانستان کرکټ بورډ دا شرطونه نه مني نو بیا دې يې استعفا ومنل شي.
د راشد لطیف نوې غوښتنې او شرطونه دوه برخې لري چې د نوموړي په وینا یوه یې باید ومنل شي، لومړی حاجي کبیر خان دې په خپله دنده وګمارل شي، د راشد لطیف نوې شرطونه چې په ۲۶ ورځې مخکیني قرداد کې يې د کرکټ بورډ سره نه و یاد کړي او اوس کرکټ بورډ مجبوره ګوري د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای اوس له کرکټ بورډ څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالر د یوې میاشتې تنخوا غواړي.
د راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه دویمه غوښتنه یا دویم شرط:
لومړی: د یوې میاشتې تنخواه د ۵۰۰۰ امریکائي ډالرو څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالرو ته پورته کول.
دویم: په کراچې يې د کورنۍ لپاره لوی کور ونیول شي.
دریم: په پاکستان کښې ورته باید د ټولې کورنۍ د روغتیايي درملنې بېمه وکړل شي.
څلورم: یو ښه موټر ورته د کور لپاره واخستل شي.
پنځم: د لوبې د سفرونو په وخت کې د هرې ورځې ۱۰۰ ډالر د تنخواه څخه علاوه باید ورکړل شي .
شپږم: هر کله چې ملي لوبډله سفر کوي نو د هغوی سره چې کله راشد لطیف سفر کوي نو غواړي چې په بزنس کلاس کې ورته د الوتکې ټیکټ واخستل شي.
ښاغلی لطیف وایي چې په دې دوو غوښتنو کې یې باید د افغانستان کرکټ بورډ ومني او که ویې نه مني نو د کرکټ بورډ څخه یې غواړي چې استعفا يي قبوله کړي.
په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اند په لاندې ډول دئ :
کرکټ بورډ نن سهار د ۱۳۸۹ کال د وږې د میاشتې په اوله نېټه د ښاغلي راشد لطیف د غوښتنې پر بنسټ استعفا ومنله او له ۲۵ ورځو همکاریو يې د افغانستان کرکټ بورډ مننه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ راشد لطیف ته د دومره امتیازاتو توان نلري او په مخکیني تړون کې راشد لطیف داسې غوښتنې نه لرلي او په دې یې اظهار کولو چې زما ژوند د چلینجونو ډک و او زه د چلینجونو ډک ژوند ته لیواله یم همدا وجه ده چې ما د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره هر څه پرېښودل او په هر ځای کې یې خدمت ته تیار یم.
خو په حقیقت کې داسې نه ده اوس یې ولیدل چې کرکټ بورډ د کبیر خان استعفا ومنله، ښاغلی راشد لطیف اوس کرکټ بورډ مجبوره ګوري او کرکټ بورډ ته یې نوې شرطونه د انګلستان څخه د برېښنالیک له لارې را استولي دي او خپلې غوښتنې یې پکې د افغانستان کرکټ بورډ څخه په جدي شکل غوښتي دي.
راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په ۲۶ نېټه په هیواد کښې د کرکټ د پرمختګ لپاره د توپ وهونې د روزونکي په دنده ګمارلئ و او د ۲۶ ورځې دندې څخه وروسته یې کرکټ بورډ ته نوې شرطونه وړاندې کړل چې کرکټ بورډ یې توان نلري او استعفا یې ومنل شوه.
د کرکټ بورډ پلان د افغانستان د کرکټ د نوې روزونکي لپاره:
کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ د ښې وړتیا نړیوال مدیر ریچارډ ډان سره اړیکې نیولي او هغوي ورسره پوره ملاتړ اعلان کړ ئ چې په راروانو څو ورځو کښې به ورته د افغانستان د لوبډلې لپاره یو تکړه روزونکی وروپيژني.
د ټولو هیوادونو د ملي لوبډلو د روزونکو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا خپله بودیجه ځانګړې کړې او د همهغه بودیجې څخه ورته تنخواه ورکول کیږي.