د اختر ډالۍ

سعيد لودين | نوومبر 26th, 2009


زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو

زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو

دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو

دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو

سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو

شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو

زما لاسونه ددوعا نه ډک دي
د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو

خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته

دپښتنو خويندو دعا ده اختر
دمسافر زړه تمنا ده اختر

Copyright Larawbar 2007-2024