لغمان: دپوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې

جان محمد مهربان | دسمبر 5th, 2009


د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍد سرخکانو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ وسله واله نښته شوې چې دواړه غاړې پکې يوه بل ته دمرګ ژوبلې ادعاوې کوي.
د لغمان دوالي وياند سيد احمد ساپي وويل چې په نښته کې يو وسلوال طالب وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي او د دوی يواځې يو پوليس برسېرن ټپي شوى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې دوى په دې نښته کې ٢ پوليس وژلي او يو يې ټپي کړى . نوموړي د خپل يوه طالب ملګري وژل کېدل هم منلي.

Copyright Larawbar 2007-2024