امريکايي ځواکونوپه لومړي ځل پوليس وروزل

32 | دسمبر 11th, 2009


په هلمندكې دلومړي ځل لپاره دامريكا دسمندري ځواكونولخوالسگونوپوليسوته مسلكي روزنه وركړل شوه.
دځايي چارواكوپه ويناچې تردې مهاله په سلوكې اتيافيصده پوليسوته مسلكي روزنه وركړل شوې اودالړى روانه ده.
خوله دې سره سره بياهم دهلمنددځينوسيمواوسيدونكي دپوليسودناسم چلندڅخه سرټكوي.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادويلي چي تردې مخکي دهلمندپوليسوته په هرات اوكندهارولايتونوكې مسلكي روزنه وركول كيده خوداځل ۴۲تنوته دامريكاسمندري ځواكونولخوادښوراب په نظامي هډه كې ورته شاوخوادوې مياشتې مسلكي روزنه وركړل شوه چې يادپوليس به دخانشين په ولسوالى كې ځاى پرځاى شي.
امنيه قوماندان دامني چې ځينې هغه پوليس چې په نيشي توكوروږدي وي دپوليسوله ليكوڅخه دتيښتې لاره غوره كوي دده په ويناچې ددوى ډيره هڅه داده چې دپوليسوليكوته داسې كسان وليږي چې په نيشي توكوروږدي نه وي.
كه څه هم په هلمندكې پوليسوته مسلكي روزنه وركول كيږي خوبياهم دگرشك ولسوالى ډيرى اوسيدونكي دپوليسوله ناوړه چلندڅخه سرټكوي اوله چارواكوڅخه غوښتنه كوي چې ديادې ستونزې مخه ونيسي اوياهم روزلي پوليس دې ولسوالى ته وليږي.
دهلمندامنيه قوماندان په گرشك ولسوالى كې دپوليسوناوړه چلندنه ردوي اووايي چې په نږدې راتلونكي كې به ددې ولسوالى پوليس هم دمسلكي روزنې دترلاسه كولولپاره اړوندومركزونوته وليږي ترڅوديادې ستونزې مخه ونيسي.
داپه داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې سلگونه هغه پوليس چې مسلكي روزنه يې ترلاسه كړې دهلمندپه ځينوولسواليوكې ځاى پرځاى شوي دي.

»

Copyright Larawbar 2007-2024