پکتيا: د ۸۳۲ زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخستل سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2009


د هيوا د نو ور ولايتونو په څېر د پكتيا ولايت په مركز كې د د غه ولايت د ۲۲ ليسو څخه د ۸۳۲ تنو فارغينو څخه د كانكور آزموينه واخيستل شوه .
په دغو فارغينو كې ۱۹ تنه ښځينه دي چې ډېر يي د مركز ګردېز له ليسو څخه فارغې شوي .
د پكتيا ولايت د پو هنې رئيس انجنير محراب الدين شفق په وينا سږ كال د دغه ولايت له ليسو څخه ۱۲۶۶ تنه فارغ شوي خو په كانكور كې يوازې ۸۳۲ تنو ګډون كړۍ
په كارنكور كې څوتنو ګډونوالو د خپلو هيلو دڅرګنولو تر څنګ دا غوښتنې هم درلودې چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته دبرياليتوب په صورت كې بايد د هېواد په هر پوهنتون كې ورته د زده كړو زمينه مساعده شي .

دپام وړ ده چې هر كال په ټول هيواد كې نيږدي يو نيم لكو په شاوخوا كې فارغين د كانكور ازموينه وركوي چې لدي جملي څخه يي يوازي د ۵۰۰۰۰ په شاوخوا كې د لوړو ذدكړو په موسيسو كې نيول كيږي .

ديادولو ده چې په پكتيا كې د كابو پنځو كالو را په دې خوا پوهنتون د كرهڼې او ښوونې اوروزنې پوهنځيو په درلو دلو سره جوړ شوې ، خوهركال د تعيناو له مخې دپكتيا محصلين ددوى سويې د په پام كې نيولو پرته دې پوهنتون ته وريېژندل كيږي چې دا كار د ډېرى محصلينو له خوا زده كړو ته د نه دوام وركولو سبب كيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024