طالبان: د خوست ځانمرګى پوځي افسر کړئ دئ
طالبان وايي د خوست پرونى ځانمرګى بريد د ملي پوځ يوه افسر ترسره کړئ دئ. رويټرز آژانس د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په حواله خپر ورکړ، چي دغه بريد د دوى يوه ملګري چي د ملي پوځ د افسر په توګه يې کار کاوه ترسره کړئ دئ. په پروني پريد کي چي په خوست ولايت کي د امريکايي پوځيانو په يوه مرکز کي ترسره سو.
د امريکايانو په وينا په ياد سوي بريد کي د سي، آى، اې اته استخباراتي مامورين ووژل سول .
که د طالب وياند دغه ادعا سمه وي، نو دا به امريکايانو ته يو يو نوى سرخوږى وي، ځکه تر دې وروسته به د افغان پوځيانو څخه هم ځان ګوري.