ترهګر
په خپلو كروندو كي پر كار بوخت وم گرمي هم زياته وه مونږ په كلي كي اوسيدو د ښار څخه لري و ، كار مي بس كړ د وني لاندي كيناستم تر څو لږه دمه وكړم، اكبر خان هم پر كار بوخت ؤ اكبر خان زمونږ كليوال ؤ د پلاره يكي يو پاتي ؤ ډير غريب ؤ يوه يي بوډي مور او بله ميرمن وه اولاد يى لا تر اوسه نه درلود ، خپل كار روزگار يي كاوه ټوله ورځ يي په خپلو كروندو كي تيروله پر چا يي كار نه درلود ساده، خو ډير زيرك او تكړه ؤ هيچا سره يى په كلي كه بده خبره نه كوله پر ټولو كليوالو گران ؤ،
ور غږ مي كړ:
واه اكبرخانه دلته راشه لږه دمه به جوړه كړى
اكبر خان هم بي له ځنده راروان شو،
تر جوړ تازه وروسته مو سره خبري وكړي د څيري نه خوشاله مالوميده په څيره كي يو ډول خوښي ښكاريده خبري يى زر زر كولي كله كله به علي شو د خوشالي لامل مي تري وپوښت
خوله يى وخوزيده :
پرون كلينك ته لاړ وم ميرمن مي ناروغه وه تر معايناتو وروسته څرگنده شوه چي ډير زر به مي په كور كي دي نارينه ماشوم ډيوه بله شي،
ما هم ورته د صختمند ماشوم پيدا كيدو دعا وكړه او مخه ښه مو سره وكړه،او د كور پر طرف په گړنديو گامونو روان شوم ،
څو ورځي تيري شوي اكبرخان ته خداي يو ښكلي زوي وركړ كليوال به ډله ډله مباركي ته ورته راتلل اكبرخان او د هغي كورني هم خوشاله وه اكبرخان ته دا يواځيني هيله وه د ځان سره به يي ويل ، كه زوي مي لوي شو نو تعليم به پري كوم تر څو لوي ډاكټر شي او دي درديدلو افغانانو دي دردونو دوا شي ، د اكبرخان د زوي څلويښت ورځي پوره شوي وى كه څه هم غريب ؤ خو د كلي ځوانانو ته يي د ميلمستيا وكړه ماته يي هم بلنه راكړه ، سيده ورغلم ډوډۍ مو وخوړه دي شپي تر ناوخته پوري د كلي ځوانانو په خپلو منځو كي ټوكي ټكالي كولي او خپل سات يي تيرولو د شپي ناوخته ؤ چي د كورونو پر طرف وخوزيدو ، كټ كي پريوتم سترگي مي درني وي ډير زر خوب وړي وم ، شپه تر نيمايي اوښتي وه پرلاپسي ډزو له خوبه راويښ كړم په كټ كي لږ غلي شوم بيا ډزي شوي د كلي چارچاپيره بهرني عسكر ولاړ وو په لاوډسپيكر كي يى كليوالو ته خبرداري وركولو چي څوك له كور څخه ونه خوځيږۍ
د كور انگړ ته راووتم د اكبرخان له كوره سري لمبى پورته كيدي كلي كي غجيبه چوپتيا واكمنه وه دي زغره وال موټرو غږ مي اوريده بهرني عسكر هم په لوړ اواز غږيدل او په زوره زوره چيغى يي وهلي خو په خبرو يي نه پوهيدم بيا يي هم پرلاپسي ډزي شروغ شوي خو زر كراره شوي تر ډيره وخته بهرني عسكر ولاړ ؤ بيرته د خوب كوټي ته ننوتم
لږه شيبه پس زغره وال موټر روان شول سهار نږدي شوي وو زه هم د كوره راووتم او د اكبر خان د كور پر طرف په گړنديو گامونو روان شوم كور ته لا رسيدلاي نه وم چي نور كليوال د كور په شاوخوا كي ولاړ ؤ كور ته ورورسيدم د كور نه تور لوگي پورته كيدل كور ته ورننوتم د كور پر انگړ كي د اكبرخان پر وينو سور او سينه سورۍ سورۍ جسد پروت و، د پوزي څخه يي ويني نرى ليكه كړى وه د څيري څخه داسي مالوميده لكه چي خاندي زړه مي ورته ټينگ نه كړ كليوالو كټ ته پورته كړ او سم يي كړ لږ تري راتير شوم د كوټي په دروازه كي د اكبرخان ،ميرمن د بشري خقونو د ټيكادارانو د پرمختللو وسلو خوراك شوي وه پر سينه سورۍ سورۍ وه خپل څادر مي پري وغوړاو د كوټي منځ ته ورننوتم د اكبرخان مور پر وينو لمبيدلي وه سينه يي غلبيل غلبيل شوي وه په كوټه كي مي پر زانگو نظر ولگيد څاڅكي څاڅكي وينه تري څڅيده زانگو پر طرف ور روان شوم
د اكبرخان تنكۍ زوي په وينو لمبيدلي ؤ پر تنكۍ سينه يي څو ځايه مرمۍ ويشتل شوى وي د سترگو نه مي اوښكي راغلي زړه مي راډك شو په غيږ كي مي راواخيست ښكل مي كړ سيني ته مي نږدي كړ له خولي مي زوراوره چيغه ووته: اخ دا هم ترهگر ؤ؟؟؟؟.
پاي
خوست،افغانستان
٢٠٠٩/١٢/٣٠
د شپي دوه بجي