طالبان : بانکی مون سخته اشتباه کوی

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 7th, 2010


طالبانو په هغه اعلامیه کی چی نړیوالو رسنیو ته لیږلې ، د ملګرو ملتونو پر عمومی منشی بانکی مون باندی د هغه د بی مسؤلیته څرګندونی په هکله سخت انتقاد کړی دی . بانکی مون ویلی وو چی په افغانستان کی د ملکى کسانو له هرو ۱۰۰ تلفاتو څخه ۲۰ یې د امريکايانو د لاسه او متباقی ۸۰ یې طالبان وژني . خو طالبانو ویلی چی بانکی مون د سپینی ماڼۍ د خوشالولو لپاره واضحأ د ملګرو ملتونو اصول تر پښو لاندی کوی او د یرغلګرو په حق کی ویناوی کوی . اعلامیه وایی چی لږ موده مخکی د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالي د ښوونځي تنکي ځوانان چا شهیدان کړل ؟ د فراه ، شینډنډ ، کندز ، ننګرهار ، دهراود او نورو خونړۍ پیښی چا رامنځته کړې ؟ او هره ورځ د امریکا پر ضد لاریونونه څوک او ولی کوی ؟ اعلامیه زیاتوی چی بانکی مون دی یو ځل پنتاګون ته ورسی او عملأ دی وګوری چی هغوی اوس هلته د « روانی جنګ او درواغ جوړونی » نوي شعبې خلاصی کړي دي تر څو پوځیان پوه کړي د خلکو په زړونو کی د ډار اچوني لپاره خلک ووژنی تر څو ستاسی تسلط ته په پټه خوله غاړه کښېږدي . اعلامیه وایی چی بانکی مون او د هغه کارفرمایان باید پوه سی چی افغان ولس او مجاهدین دیرش کلنه تجربه لری او په دې ټولو استعماری لوبو او نیرنګونو یې اوس ښه سرونه خلاص دي او په دغسی عوام فریبانه ویناوو نسی غولېدلای . اعلامیه په پای کی خبردارﺉ ورکوی چی دا ډول یوطرفه قضاوت به تاسو او ستاسو ادارې ته د اعتبار له حیثه نه جبرانېدونکې خساره واړوی او په نړۍ خصوصأ افغانستان کی به مو قدر ډیر لږ سی .

Copyright Larawbar 2007-2024