د کابینې پاتې نوماند غړي معرفي شول
افغان ولسمشر د خپلی کابینی د پاتی غړو نوملړ ولسی جرګی ته ور واستولو. دغه نوماند وزیران د شنبی پر ورځ د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلی لخوا ولسی جرګی ته ور وپیژندل شول،
١- د بهرنيو چارو نوماند وزير- زلمی رسول
٢- د عدليې نوماند وزير- حبيب الله غالب
٣- د لوړو زده کړو نوماند وزير – محمد هاشم عصمت الهي
٤- د حج او ارشاد نوماند وزير -ډاکټر محمد يوسف نيازی
٥- د فوايد عامې نوماند وزير – محمد بشير لعلي
٦- د عامې روغتيا نوماند وزير- ډاکټر ثريا دليل
٧- د اقتصاد نوماند وزير – عبدالهادي ارغنديوال
٨- د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير- محمد هادي حکيمي
٩- د کليو د پراختيا او بيا رغاونې نوماند وزير- جارالله منصوري
١٠ – د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو نوماند وزير- آمنه افضلی
١١- د ترانسپورت او هوايي چلند وزير – عبدالرحيم اورس
١٢- د ښځو چارو نومانده وزيره – پلوشه حسن
١٣- د کډوالو او راستنېدونکو چارو نوماند وزير – انجنير عبدالرحيم
١٤- د سرحدونو چارو، قامونو او قبايلو نوماند وزير – ارسلا جمال
١٥- له نشه يي توکو سره د مبارزې نوماند وزير- ضرار احمد مقبل
١٦- د ښاري پراختيا نوماند وزير – انجنير سلطان ايثاري
د ولسمشر دوهم مرستيال وویل چی د برېښنا او اوبو لګولو او مخابراتو نوماند دوه پاتې وزيران به ډېر ژر ولسي جرګې ته دباور رایی د ورکولو په موخه معرفی کړی.
ولسی جرګی څه موده وړاندی له ٢٤ نوماندو وزيرانو یواځې اووتنو ته یی د باور رایی ور کړی چې په هغو کې د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر، د کرنې او مالداری وزير محمد آصف رحيمي، د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د کانو وزير وحيدالله شهراني او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ شامل وو
د ولسی جرګی مشر محمد یونس قانونی دشنبی ورځی په عمومی غونډه کی وویل د یکشنبی پر ورځ به ولسی جرګه د ورپیژندل شویونوماند وزیرانو ټول تحصلی سندونه وڅیړی چی وروسته به ولسی جرګی ته دنوماندو وزیرانو لخوا د خپلو کړنو یا تګلارو د ورپیژندلو لړی پیل کړی.