په افغانستان کې د بانکدارۍ شاليد

د لراوبر اداره | جنوري 18th, 2010


محمد ریاض سادات – T.Y.B.COM, JAN 2010. SYMBIOSIS COLLEGE



په افغانستان کې د بانکدارۍ د رسمي پیل څخه نږدې ۸۰ کاله تېرېږي، یانې په هېواد کې د لومړني بانک د بنسټ ډبره د اعلیحضرت ارواښاد محمد ظاهر شاه د سلطنت په لومړي کال کې کېښودل شوه.







 




   عبدالمجید زابلی په افغانستان کې د بانکدارۍ بنسټ اېښودونکی بلل کیږي، چې د ۱۸۹۶ م کال د آګست په ۱۴مه زیږیدلې او د ۱۹۹۸ م کال د نومبر په ۲۳مه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د ښاغلي زابلي د پام وړ لاسته راوړنې په ۱۹۳۲ م کال کې د اشامی کمپنۍ تأسیس، په ۱۹۳۳م کال کې د افغان ملي بانک جوړښت او وروسته د افغانستان بانک او د صنعتي بانک تأسیس د یادولو وړ دي .


د افغان ملي بانک په افغانستان کی ترټولو بانکونو لومړنی بانک دی چې په ۱۳۱۲ (۱۹۳۳م) کال کې د مرحوم عبدالمجید زابلي له خوا تاسیس شو، چې په دې ډول ویلای شو چې په هیواد کې د بانکدارۍ د بنسټ ډبره د افغان ملي بانک په نوښت منځ ته راغلی. افغان ملي بانک په پېل کې تر شپږ کلونو پورې یې د مرکزي بانک دنده هم پر مخ وړله، خو وروسته بیا په ۱۳۱۸ (۱۹۳۹ م) کال کې د افغانستان بانک دتأسیس سره سم د افغانستان بانک د افغانستان د مرکزي بانک په حیث وپېژندل شو.


د هماغه وخت راهیسې د افغانستان بانک د مرکزي بانک ټولې دندې په غاړه لري چې د پام وړ دندې یې د دولت د مالي تلنلارې (Fiscal policy) جوړول او پلي کول، د بهرنۍ کرنسۍ سپما (Foreign reserves) ساتل، د افغاني بانکنوټونو چاپ او وېش او نورو بانکونو ته د کار اجازه ورکول دي.

پښتني تجارتي بانک په ۱۳۳۳ ه ش کال کی د (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لومړۍ پانگې سره په کار پېل وکړ چې لمړنی رئیس یې ښاغلی ارواښاد جنت خان غروال ؤ. ده د مشرتابه په بهیر کې یې ډېرې د پام وړ لاسته راوړنې کړي دي، چې د هغو له جملې څخه د پښتني بانک لس لوی مرکزي مدیریتونه، پنځه ښاري څانگې، څلور ولایتي نماینده ګۍ ، درې نمایندګۍ په بندرونو کې او درې نمایندګۍ له هیواد څخه بهر د پېښور، چمن او کراچۍ په ښارونو کې د یادولو وړ دي. په دې توګه ویلای شو چې د پښتني تجارتي بانک لومړنی ۱۹ کاله د ارواښاد جنت خان غروال د ځانگړي کلونو په نوم شمېرل کیدای شی.

د ۱۳۵۵ ه کال د جوزا په میاشت کې د دولت له خوا د افغانستان د صادراتو پراختیا بانک جوړ شو، او لکه څنګه چې د نوم څخه یې ښکاري ددې بانک عمده دنده د افغانستان صادراتو ته وده ورکول او هغو کسانو ته پور ورکول وو چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې فعالیت کاوه.

په همدې کال کې د بانکدارۍ په برخه کې د پام وړ خبره دا وه چې د افغان ملی بانک هم په ۱۳۵۵ کال کې په بشپړه توګه ملي اعلان شو.

 







 




په افغانستان کې فعال بهرني بانکونه


د بانک نوم                                          د کار د پېل نېټه
سټانډرډ چارټرډ بینک – انګلستان         2003-Sep-18
نېشنل بینک – پاکستان                         2003-Oct-01
حبیب بینک – پاکستان                          2004- Feb-18 
فرسټ مایکرو فاینسس بینک                 2004 Mar-22-
پنجاب نیشنل بینک – هندوستان           2004-May-11
آرین بینک– ایران                                 2004 -Dec-04
بینک الفلاح – پاکستان                         2005- May-21
برک بینک – بنګله دیش                          2006-Sep-28


پخوا د هېواد د بانکدارۍ په نظام کې درې ډوله (تخصصي، مرکزي او تجارتي) بانکونه موجود وو، چې ددې بانکونو څخه هر یو یې په خپله ځانګړې رشته کې فعالیت کاوه. خصوصاً تخصصي بانکونه، چې په دې برخه کې کرهڼیز، صنعتي، عمراني او تعمیراتي بانکونو په خپله تخصصي څانګه کې خدمت کاوه او د هېواد په اقتصادي پراختیا کې یې خپله ونډه سر ته رسوله. خو د بانکدارۍ اوسني نظام ټول تخصصي بانکونه د ازاد بازار او خصوصي سکتور په نامه منحل کړل. د بانکدارۍ د نظام د همدې پرېکړې څخه او د دولتي بانکونو د کمزوري حالاتو څخه خصوصي سکتور پوره ګټه واخیستله او په اسانۍ سره یې وکولای شول چې د خلکو سرمایه او د نړیوالې ټولنې مرستې په خپله ولکه کې راولي.

که څه هم ددې څخه سترګې نشو پټولی چې د دولتي بانکونو ترڅنګ د خصوصي بانکونو جوړښت یو ګټور نوښت دی خو په دې شرط چې هغوی په سمه توګه کنټرول شي. دلته دا پوښتنه راپورته کیږي چې ولې خلک د دولتي بانکونو په پرتله خصوصي بانکونه غوره کوي؟

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ استاد عبدالباقي بڼوال ددې پوښتنې په ځواب کې ډیر لاملونه په ګوته کوي او وایي چې “لومړی د دولتي بانکونو فعالیتونه او صلاحیتونه محدود دي، او د هېواد په لرې او پرتو سیمو کې د خلکو د لاس رسي لپاره څانګې نلري، او که شتون هم ولري نو خدمات یې ډیر ضعیف، او په پخواني شکل دي، او تر ټولو لویه ستونزه یې د سالمې ادارې نه لرل دي.” د اقتصاد د پوهنځۍ بل استاد پوهنیار هدایت الله الفی هم د دولت له لوري په دولتي بانکي نظام نیوکه کوي او وایي:” خصوصي بانکونه له خلکوسره ژر معامله کوي او د خلکو ستونزې په لږ وخت کې حل کوي، په داسې حال کې چې دولتي بانکونه د خلکو چارې په ټاکلي وخت نه تر سره کوي.”

د تېرو درې لسیزو جګړو په جریان کې د افغانستان د بانکدارۍ سېستم د ډېرو ناخوالو په لیدو د پښو ولوېد او پرمختګ لارې یې پر مخ تړل شوې وې. خو د طالبانو د حکومت د راپرځېدو وروسته د نوي بانکدارۍ قانون په تصویب سره د افغانستان دولت هڅه کړې چې د دولتي بانکونو د ودې ترڅنګ د خصوصي بانکونو منځ ته راتګ او د هغوی پرمختګ ته هم لارې هوارې کړي، تر څو د هېواد د اقتصادي پروګرامونو په عملي کولو کې مرسته وکړي او اړینو څانګو ته مالي منابع ورسوي.

له بلې خوا د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد ښاغلی سیف الدین سیحون په دې اند دی چې په افغانستان کې بانکداري بریالۍ پر مخ نه ځي او وایي چې بانکونه د اعلانونو او خبرتیاوو په وسیله د خلکو پیسې راغونډوي او په داخل کې د پانګې پرځای یې بهر ته لیږي. ښاغلی سیحون زیاتوي چې په افغانستان کې د بانکونو له خوا د پور ورکولو شرایط ډیر سخت دی یانې نږدې دغه پورونه د ۱۷ فیصده سود په بدل کې ورکول کیږي، کوم چې په اوسنیو شرايطو کې د افغانستان د اقتصاد په ګټه نه دی.

په ۲۰۰۳ م کال کې د افغانستان بانک نورو بانکونو ته د لایسنس (اجازه لیک) ورکول پېل کړل، او د افغانستان د بانکدارۍ د قانون په اساس هېڅ بانک نشي کولای چې د افغانستان بانک د اجازې پرته په خپل سر په کار پېل وکړي. اوس مهال په افغانستان کې د بانکونو شمیره (۱۸) ته رسیږي، چې نږدی (۷۰۰۰) کسانو ته په کې د دندې زمینه برابره شوې ده.

دا مهال په هېواد کې د افغاني شخصي بانکونو شمېره اوو (۷) ته رسیږي، چې ټول یو له بل سره په ټینګه سیالۍ بوخت دي. په دوی کې ترټولو مخکې یانې د۲۰۰۴ م کال د مارچ په ۲۲مه افغان نړیوال بانک (AIB) د افغانستان بانک څخه د کار اجازه تر لاسه کړه. افغان نړیوال بانک یو افغاني خصوصي بانک دی چې په پېل کې یې د لس (۱۰) میلیونه امریکایی ډالرو لومړنۍ پانګې سره په کار پېل وکړ او اوس یې پانګه د اتیا (۸۰) ملیونه ډالرو څخه اوړي. دغه بانک چې نړیوال پانګه وال لري خپلو مشتریانو ته د اینټرنټ له لاری د بانکدارۍ او د ATM اسانتیاوې هم برابرې کړي دي. ددې تر څنګ د افغان نړیوال بانک ځینې کورني او بهرنیو پانګه والو ته پور هم ورکوي.

د هېواد د نوي بانکدارۍ سېستم مطابق پخواني بانکونه هم مجبور وو چې د کار د ادامې لپاره د افغانستان بانک څخه خپل اجازه لیک ترلاسه کړي، چې په دې لړ کې پښتني بانک او افغان ملي بانک د ۲۰۰۴ م کال د جولای په ۲۶ مه خپل اجازه لیک نوی کړ. په همدې ورځ کابل بانک هم خپل لایسنس د افغانستان بانک څخه ترلاسه کړ. کابل بانک په هېواد کې د بانکي تجارت د لویوالي، د مشتریانو او کارمندانو په ډېروالي او د څانګو د شمېر په زیاتوالي سره تر اوسه د نورو بانکونو څخه مخکښ ښکاري، د دغه بانک مشري شیرخان فرنود په غاړه لري خو اداره یې د افغان بانک پوهانو ترڅنګ د هندي او پاکستاني کارپوهانو په لاس کې ده. کابل بانک خپلو مشتریانو ته په نږدی راتلونکې کې د ‌ډېبېټ کارډ، ماسټرکارډ او ATM اسانتیاو د برابرولو زیری هم ورکوي. څه موده وروسته د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر په ۲۵مه د افغانستان د صادراتو پراختیا بانک هم خپل اجازه لیک بیا واخیست. عزیزی بانک چې دا هم افغاني شخصي بانک دی د ۲۰۰۶ م کال د جون په ۱۳مه د افغانستان بانک څخه د کار اجازه واخیسته. د عزیزي بانک مشري د ښاغلي میرویس عزیزي په لاس کې ده چې ددغه بانک تر ټولو غټه کړنه یې د قسمت حساب سېستم دی چې د خپلو مشتریانو ته د سود پرځای د قرعه کشۍ له لارې جایزی ورکوي. ددې څخه لږ وروسته د جولای په ۱۷مه د افغانستان پرمختیایی بانک (Development Bank of Afghanistan) په هېواد کې په کار پېل وکړ. د هغې نه وروسته د ۲۰۰۷ م کال د اکتوبر په څلورمه افغان یونایټد بانک د د افغانستان بانک څخه د اجازه لیک ترلاسه کولو وروسته په فعالیت پېل وکړ چې مشري یې د ښاغلی حاجي محمد جان په غاړه ده. د ۲۰۰۸ م کال د دیسمبر په ۳۱مه میوند بانک خپل اجازه لیک ترلاسه کړ او د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه غضنفر بانک هم په کار پیل وکړ. د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په ۱۸مه باختر بانکچې د عزیزي بانک فرعي څانګه (Subsidiary) دی، په کار پیل وکړ.

په هېواد کې د افغاني بانکونو تر څنګ ځینې بهرني بانکونه هم فعالیت کوي چې شمېر یې اتو (۸) ته رسیږي. دغه بانکونه چې مرکزي دفترونه یې په بهر کې دي، په افغانستان کې هم ښاري څانګې لري. په مخامخ لښتلیک کې د بهرنیو بانکونو نومونه د هغوی د پېل د نیټې سره ذکر شوي دي.

د افغانستان بانک د رییس ښاغلي عبدالقدیر فطرت په وینا، تر ۲۰۰۹ م کال پورې دغو اتلس بانکونو نږدې ۲ بلیونه ډالر ډیپازیټ درلود چې د ۲۰۰۸کال په پرتله ۶۹٪ زیات دی. همدارنګه په دې کال کې ددغو بانکونو ټول پورونه تر یو بلیون ډالرو اوړي، کوم چې د تېر کال په پرتله ۳۷٪ زیات دی.

په اوسني وخت کې چې د هېواد د بانکدارۍ په نظام کې کوم څه ډېر د پام وړ دي هغه اسلامي بانکداري ده. اسلامي بانکداري او د هغې ځانګړنې په خپله یو لوی بحث دی چې د هغې شننه دلته شونې نه برېښي، خو په لنډ ډول ویلی شو چې اسلامي بانکداري د سوداګرۍ یا بانکدارۍ هغه څانګه ده چې ټول قوانین او پرنسیپونه یې د اسلامي شریعت په قانون ولاړ وي. په دې بانکدارۍ کې د پام وړ ټکی دا دی چې په دې سیستم کې سود (ربا) شتون نه لري. په افغانستان کې اسلامي بانکداري د لومړي ځل لپاره د بینک الفلاح المحدود له خوا پیل شوه. اوسمهال نږدې ټول افغاني بانکونه د اسلامي بانکدارۍ بېلابېل اکاونټونه (حسابونه) لکه مضاربت، مشارکت، قرض حسنه جاري حساب، الودیعه جاري حساب ، حساب التوفیر (سپما حساب)، حساب الاستثمار(میعادي حساب) او داسې نور ټول حسابونه خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي.

د افغانستان مرکزي بانک په افغانستان کې د روانو بانکي فعالیتونو څخه خوښي څرګندوي او وایي چې په ډېر کم وخت کې په هېواد کې بانکونو وکولای شو چې هېوادوالو ته عصري او ښه خدمات وړاندې کړي. د افغانستان بانک د ویاند په وینا د افغانستان عصري بانکدارۍ د نړۍ اقتصادي نظام ته په کتو سره خلکو ته ټول لمړني خدمات برابر کړي د بېلګې په توګه تاسې کولای شئ چې په افغاني بانکونو کې ډول ډول حسابونه پرانیزﺉ، ضمانت لیک او لیټر آف کریډټ ترلاسه کړﺉ، او په دې نږدې وختونو کې ځینې بانکونو د ډېبېټ کارډ او کرېډټ کارډ سېستمونه هم فعال کړي دي. تاسې ګورﺉ چې ځینې بانکونو د (ای ټي ایم – ATM)په سیستم هم پېل کړی او همدارنګه د الفلاح بانک د ویزا کارډ خدمتونه هم پېل کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت په قول، د افغانستان بانک هڅې او لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي خو لا یې هم په مخ کې ځینې خنډونه شته، چې د سمو اغېزناکو چلندلارو په پلي کولو سره دغه خنډونه ورکېدلای شي.

د اوسنۍ بانکدارۍ څخه افغانان هم خوښ برېښي او وایی چې خصوصي بانکونو په افغانستان کې ډېرې اسانتیاوې لاسته راوړي، خلک کولای شي چې په ډېر لږ وخت کې د هیواد په داخل او له هېواد څخه بهر پېسې واستوي یا یې ترلاسه کړي.

محمد ریاض سادات، د بانکدارۍ د دریم کال محصل. سمبایسس کالج پونا، هندوستان

Copyright Larawbar 2007-2024