طالبانو د دوو فرانسوی خبریالانو ویډیو خپره کړه

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 14th, 2010


اسوشیټید پریس خبر ورکوی چی طالبانو نن د دوو هغو فرانسوي خبریالانو ویډیو خپره کړه چی د تیر ډسمبر پر دیرشمه یی په کاپیسا ولایت کی نیولي وو . دغو دوو ژورنالیسټانو د فرانسې د صدراعظم نیولاس سرکوزي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو پواسطه د ژغورنده خلاصون غوښتنه کړې ده . فرانسوي پوځیان په کاپیسا او ورپورو سیمو کی د طالبانو سره جنګیږی او طالبانو هم د دغو دوو خبریالانو د خوشی کولو شرط د فرانسوی پوځیانو په وتلو پوری تړلی دی . دا دوه خبریالان وایی چی زموږ سره درېیم برمته هم اوسیږی خو په ویډیو کی صرف همدا دوه کسان ښکاری چی په یوه نسبتأ تیاره خونه کی پر مځکه ناست دي او د خپلي روغتیا او د طالبانو د ښه سلوک اطمینان ورکوی او پر سرکوزي باندی د طالبانو سره د خبرو اترو له لاری د دوی د ژغورنده خلاصون ټینګار کوی .

Copyright Larawbar 2007-2024