په مورنۍ ژبه د زده کړي اړتيا – د سيمينارپريکړه ليک
په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار
(( علمي سيمينار ))
پايلې او وړانديزونه
د 2006 ع . کال ، د جنورۍ 26
هورت ، د کولن ښار ، جرمني
د 2008 کال د جنورۍ پر 26 ( د 1386 ل . د سلواغې شپږمه ) د جرمني په (( هورت )) کې ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له لورې ، د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان (يونسکو) له خوا د ژبو د نړيوال کال د اعلانېدو او په فبرورۍ کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ يو علمي سيمينار جوړ شو .
په دغه علمي سيمينار کې چې (( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار)) تر سرليک لاندې جوړ شوی و ، د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو يو شمېر پوهانو، ليکوالو ، د ښوونې او روزنې يو شمېر مينه والو او د کلتوري ټولنو استازيو ګډون کړی و.
په دغه علمي سيمينار کې د ښوونې او روزنې او نړيوالو حقوقو يو شمېر پوهانو او متخصصينو د مورنۍ ژبې پر ارزښت ، اړتيا ، ستونزو او د حل پر لارو ويناوې او مقالې وړاندې کړې .
په دويمه برخه کې پر ويناوو ، مقالو او موضوع علمي بحث وشو او پر بېلابېلو وړانديزونو خبرې اترې وشوې .
(( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار)) د علمي سيمينار برخه وال دغه ټکي د پايلو او وړانديزونو په توګه تصويبوي :
1. موږ د افغانستان په هر ګوټ کې د هېواد ټولو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د ليک لوست د زده کړې جدي غوښتونکي يو، په تېره بيا د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد پښتو ژبو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پيل شي .
د افغانستان د اساسي قانون د 43 مادې او د پوهنې وزارت د ښوونيزو او روزنيزوپرنسيپونو پر اساس هر افغان ماشوم حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې تر سره کړي او دولت مکلف دی چې د پورتنيو احکامو له مخې په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر کړي .
2. موږ غوښتنه کوو چې په کابل ښار کې په بېلابېلو سيمو کې د پښتو او دري ژبو د ښوونځيو د عادلانه ويش او د دويم بديل په توګه په بېلابېلو سيموکې د ټولګيو د وېش او يا بل غوره بديل په اړه غوڅ ګامونه واخيستل شي .
3. موږ په دې ټينګار کوو چې د ماشوم د دغه حق د مخالفينو او د ملي يووالي د غليمانو د دې نظر پر خلاف چې د ټولګيو او ښوونځيو وېش د قومونو وېش دی ، برعکس دا په افغانستان کې د ژبو د نږدې والي او د اولس د نږدې والي يوازينۍ لار او د ملي يووالي د ټينګښت ستنه ده .
4. که زموږ د ټولو ماشومانو لپاره د ښوونځيو په ټولو برخو کې په تدريج سره د دواړو رسمي ژبو د ګډ تدريس موضوع په دقت سره په پام کې ونيول شي ، دا به په پايله کې د هېواد په هر ګوټ کې افغان ماشومان په دې وتوانوي چې په دواړو رسمي ژبو ليک لوست وکړای شي . دا ټکی د هېواد د ملي يووالي په ټينګښت کې پوره ارزښت لري .
5. موږ غوښتنه کوو چې د ښوونځيو او لېسو په څنګ کې دې په کابل پوهنتون کې هم په پښتو او دري ژبو د ګډ تدريس چاره عملي شي او د دواړو ژبو انډول دې په پام کې ونيول شي .
6. موږ د ملګرو ملتونو د يونسکو له سازمان څخه هيله کوو چې د افغان ماشومانو لپاره د نړيوالو قوانينو پر بنسټ، په مورنۍ ژبه د زده کړې دشرايطو په برابرولو کې لازمې مرستې وکړي .
7. موږ په هېواد کې دننه او بهر له ټولو ټولنيزو او کلتوري سازمانونو او له رسنيو څخه هيله کوو چې په دې برخه کې د ښه پوهاوي او ماشوم ته په مورنۍ ژبه د زده کړې د ارزښت او حق په برخه کې د خپلو تبليغاتو له لارې هلې ځلې وکړي .
8. موږ وړانديز کوو چې له يونسکو ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو له بېلابېلو مرکزونو ، له اړونده افغاني چارواکيو او ادارو او دغه راز د هېواد په داخل کې له کلتوري او تعليمي مرکزونو سره ، د چارو د غوره سنبالتيااو د دې موضوع د تعقيب لپاره د کار يوه کميټه وټاکله شي .
په درناوي