ناټو په مارجه کی خپل درېیم مړﺉ تصدیق کړ

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 16th, 2010


د امریکا ( ایم . اس . ان . بی . سی ) شبکې د امریکایی افسرانو په حواله خبر ورکړ چی په سه شنبه یو امریکایی مرین عسکر په مارجه کی د طالبانو د ماین ښکار سو خو د زخمیانو تعداد یې و نه ښود . خبر وایی چی طالبان اوس هم شدید مقاومت کوی او امریکایانو تر اوسه د مارجې بازار نه دی نیولی او په کومو ځایونو کی چی هلیکوپترونو پوځیان اچولي وو پر هغوی طالبان له هری خوا ډزي کوی او د هغوی پرمختګ یې تم کړی دی . امریکایانو او برتانویانو د دې عملیاتو په ټوله پنحه ورځنۍ موده کی صرف دوه کیلو متره پرمختګ کړی دی . خو یو امریکایی افسر په غرور او ملنډو سره وویل چی د طالبانو تیل به ژر ختم سی ځکه موږ د هغوی ټولی لاری بندي کړي دي . خو دغه افسر د تیرو ۸ کلنو جګړو ځانګرتیا درک کړې نه ده چی په کومو عملیاتو کی یې طالبان داسی مفت نیولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024