کندوز:دسړواوناروغيوله امله ٨ماشومان مړه شول

46 | فبروري 17th, 2010


دکندز ښاراړوند دباغ شرکت سيمې شاوخوا ٨٠٠ تنه اوسيدونکې سره په دغه ښار کې راټول شوي وو. دوې له چارواکو نه شکايت کاوه چې ګواکې مرستې ورسره نه کيږي. دوې ددي ترڅنګ داهم ويلې چې کله دافغان دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښتې کيږي نو دولت دبالاحصار اوپاچاه قلندر مورچلې ددښمن پرضد کاروې چې ډير وخت عام وګړو ته په کې دسردرانده زيانونه اړوي.
دکوچنيانو قومې مشر خان زمان رسينو ته وويل : دوي په ټوليز ډول شاوخوا ١٠٠٠ کورنۍ په باغ شرکت کې اوسيږي .هغه وايي ددي ورستيو واورو اوريدو له کبله ٨ کوچنيان ئي دبيلابيلو ناروغيو له امله له منځه تللې دي . خان زمان زياته کړه چې دولت اوخيريه ټولنې دي ورسره ژرترژره مرستې وکړي دهغه په وينا که چيرته دولت اويا خيريه ټولنې ورسره مرستې ونه کړي نو شونې ده چې دتلفاتو کچه نوره هم پورته ولاړه شئ .
ددي ترڅنګ دباغ شرکت دسمييز روغتون يوتن ډاکټر چې خپل نوم يي ياد نه کړ وويل چې : دتيرې اونۍ راپه ديخوا ډيري سړو وهلې ناروغان دويته راغلې دي چې له دي ډلې دوه کوچنيان له منځه تللې دي هغه د دغو مړو کوچنيانو دمړينې لامل دسرخکانو ناروغې اودکورنيو نه پاملرنه په ګوته کړه .
همدارنګه ددغې سمېې دوه تنه نور اوسيدونکې عبدالوالې او تاج محمد هم ورته شکايتونه درلودل او ويل يي چې د دوې سيمه په دي ورسيتو کې زياتې دجګړې ډګر ګرځيدلې دي دوي هم له دولت نه غوښتل چې د دوي د ستونزو لپاره دي دحل لازمه لاره ولټوي .
دباغ شرکت سيمه دکندز ولايت په شمال لويديز کې هغه پرته سميه ده چې دکندز ښارنه ١٥ کيلومترې واټن لرئ اووخت ناوخته د دولت اووسلوالو مخالفينو د نښتو شاهده وي .
همايون بابر کندز

Copyright Larawbar 2007-2024