څوک به یو زرم ( ۱۰۰۰م ) امریکایی مقتول وی ؟

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 20th, 2010


مشهور امریکایی لیکوال ( لارنس وېنس ) لیکلي چی څوک به یو زرم ( ۱۰۰۰م ) امریکایی پوځي وی چی په افغانستان کی به وژل کیږی ، ځکه تر اوسه دلته ۹۹۹ امریکایی پوځیان وژل سوي دي . لارنس وېنس امریکایان داسی مخاطب کوی : آیا هغه به ستا د کورنۍ څخه نه وی ؟ ستا پلار ، یا ورور ، یا اکا ، یا وراره او یا هم میړه به دې نه وی ؟ آیا هغه به ستا ګاونډی ، یا خپل ، یا ملګری ، یا ټولګی وال ، یا د کار همکار نه وی ؟ آیا هغه به ستا د کوڅې ، یا ناحیې ، یا ولسوالۍ ، یا ښار ، یا ایالت او باالاخره ستا د امریکا به نه وی ؟ دﺉ وروسته په افغانستان کی خپلو پوځیانو ته داسی وایی : آیا دغه زرم وژل کېدونکیً پوځی به ستا د ډلګی ، یا ټولی ، یا کنډک ، یا غونډ څخه نه وی ؟ آیا هغه به ستا بریدمن ، یا د قرَوانې ملګری ، یا د پیرې او ګزمې انډیوال نه وی ؟ او بالاخره هغه به ته پخپله نه یې ؟
دﺉ په پای کی داسی خبردارﺉ ورکوی : که دا مقتول هر څوک هم وی بېله شکه به د یو « اتل » غوندی نه بلکی د یو « غولېدلی » غوندی به وژل کیږی او د هغه وژنه به « چټی او بیهوده » وی او صرف « د بل لپاره به د هغه تر درواغو » قربانیږی . نو ډیر ژر به پوه سو چی دغه زرم ( ۱۰۰۰ م ) بدمرغه به څوک وی چی په افغانستان کی به وژل کیږی !

Copyright Larawbar 2007-2024