ناټو د خپل يوه سرتيري د مړيني خبر ورکړ
ناټو په يوه تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ليکي چي يو سرتيری يې د افغانستان په سهيل لويديځ کي د جګړې پر مهال وژل سوی دی ، خو وايي چي دا سرتيری د مشترک په نامه د مارجې او نادعلي د عملياتو په ترڅ کي نه بلکي يو بل ځای ووژل سو ، ناټو د دې سرتيري د هويت په اړه څه نه دي ويلي ، که چيري وژل سوی سرتيری امريکايي وي نو به ظاهراً په افغانستان کي د هغو سرتيرو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسوي چي د افغانستان له لاري قبرستان ته ځي .