کندز: څلوېښت زره نيالګي ايښودل کېږي

34 | فبروري 21st, 2010


دکندوزولایت دکرنې رياست اعلان وکړ چې سږکال به شاوخوا ٤٠ زره نيالګې دامام صاحب ولسوالې شيرخان بندر په ٧٠ کيلومتره ساحه کې دسړک دواړو غاړو ته نيال کړي .
دکندوزکرنې رئيس عبدالعزيز نيکزادوائي چې دوي واردمخه ١٨ جريب ځمکه کې بوزغلې اچولې اوياد نيال ئي ټول پخپله توليد کړيدي .دنيالګيو دځاي دغوراوي لپاره چاپيريال ساتنې ، فوايدعامې ، ښاروالې رياستونو دکرنې رياست سره په همغږې يوکميسون جور کړيدي چې کميسيون دپريکړې سره سم به داړتيا وړ ځايونوکې نيالګې وکرل شئ .هغه دکندوزښاراوسيدونکيوباندي عږوکړ چې دچاپيريال دښيرازې اوښکلا لپاره هروګړې يو يو نيالګې وکرئ.
همدغه رازنيکزاددشوواورښتونو پربنسټ په راتلونکې کال کې وچکالۍ هم ردکړه اوهيله ئي څرګنده کړه چې راتلونکې کال به دکرنيزومحصولاتو دبډاينې له مخې يوآبادکال وي .
نوموړې وايي چې ددي ولايت دبزګرانودژونددبهبودلپاره به هلې ځلې وکړي ولې ويي نه ويل چې دکومې لارې نه !
همداراز دکوکنارواونشه يي توکيو دکرکيلې په اړه نيکزاد دکندوز ولايت دهيوادپه کچه خالې وباله اوزياته ئي کړه چې دوي به دزعفرانوکښت لپاره بزګران تشويق کړي ترڅوپه خپلو للمې ځمکو زعفران وکري چې په دي ورستيوکې ئي په نړيوال مارکيت کې نرخ پورته شويدي .
ديادونې وړده چې سږکال دکندوز ډيرې بزګران راتلونکې کال ته دکرنې له مخې خوشبين دي .

Copyright Larawbar 2007-2024