لويه خدايه !
لويه خدايه !
ټــول صفـات مـي ستـا منــلي پــاکــه ربــه
عـقيـده بـــه مــي هـيـڅ نســي مــذب ذبـــه
تــه قــوي يـې تــه قــهار يــې تــه جبار يــې
پنــاه غــواړم ستــا لــه قهــره لــه غــضبــه
ستـا پــه امــر پـه فــرمان چي عمل نه وي
د هغــو ژونــدون وي ډک لــه اخ و ډبــــــه
بنـــده ګان دي سوه سرکښه ستا له امـره
د اســــــلام کــلــمــه تـش بــاســـــي د لبـــه
بنده ګان دي ځانته نور بنده ګان غواړي
فـــرعـــوني مـــزاج پيــدا لـــه دې سبــبـــه
د نــاحــقي خــونــرېــزۍ تــا منــعـــه کـــړي
روی ګــردان ســوه لـــه قـــرآنـه له مـذهبــه
د روپو په حـب کي شپه و ورځ اختـه دي
ډېــــــروي حـــــرام امــــوال دروه دربــــــه
تـــه دانــايـــې، تــه بينــا يې، ته بصير يې
تـــــه آګــاه يــــې د ســرکښـــو د مــطــلبــــه
د عـــاجـــزه بنــده ګـــانــــــو نـــــــاره واوره
د شيــطــان پـر دسيسو يې کړې اغـلبــــه
امــيد وار د هــدايــت عبــدالهــادي دئ
چــي حضـــور تـــه و دريـــږي بـــا ادبــــــه
د مرحوم عبدالهادي ريشاء د «پټي کرږي» د اشعارو د مجموعې څخه