د اباسين سيلاب نوي شعرونه

36 | فبروري 26th, 2010


غزل
چي په غـــــــــــم دي ژړيدمه هغه زه وم
چي په درددي درديدمه هغـــــــــه زه وم
هغه زه وم چي كوڅه كي به دي پروت وم
لــــــــيوني چي ګرځيـــــــدمه هغه زه وم
چي نصـــــيب كي دچاوي هغه زه نه شوم
په نصــــــــــيب چي جنګيدلم ههغه زه وم
ټوله شپه چي به څوك ناست وستاپه غم كي
چــــــــــــــــي به نه ويده كيدمه هغه زه وم
كه ســــــــــــــــيلاب وم ستادميني ابتداكي
روســـــــــته ورو ورو وچيدمه هغه زه وم


غزل
يــــــــاره په خوبونوكي مي مه راځه
بــــس دي په فكرونوكي مې مه راځه
مونږه ډيرپخــــــــــواسره بيل شوي يو
سوال كوم په سوچونوكي مي مه راځه
پريږمي ده تنــــــــهاتــــنهاخوشحاله يم
دردكــــــــــوي دردونوكي مي مه راځه
لامـــــــــي دزړګي زخمونه جوړنه دي
مالــــــــــګي پرهرونوكي مي مه راځه
ستاســـــــــيلاب نه هيره شاعري شوله
مه راځه شعـــــــــرونوكي مي مه راځه


غزل
مازيګرچي تورماښام ته غاړه وركړي
بس روان شي چيرته جام ته غاړه وركړي
ستاالفــــــــــــت مي زړګي داسي دردولي
نه پوهيــــــږي كوم الهام ته غاړه وركړي
زماغـــــــم دهـــــــــــــــيريدونه دي زاهده
چي داســـــــــتاغوندي امام ته غاړه وركړي
كله كله چي ســـــــيلاب په غم كي ډوب شم
تخيول مي ټول جـــــــهان ته غاړه وركړي


ســــــــــــــــــــندره
لكه دلمرلكه سپوږمۍ لكه اسمان لري يو
مااوجانان لري يو
لكه مرګي لكه ژوندون په دي جهان لري يو
مااوجانان لري يو
ارمان ديوبل دديدن جانانه ځارجانانه
يمه اخيستي ځنكدن جانانه ځارجانانه
لكه يوخوب لكه اميدلكه ارمان لري يو

مااوجانان لري يو
جانانه ستاخواږه غمونه مي سكون دزړګي
رانه ورك شوي دي كومه مي لټون دزړګي
لكه يوللمه لكه غرلكه باران لري يو
مااوجانان لري يو
څومره په يوبل نازيدوجانانه ځارجانانه
مااوتاپه يوبل درديدوجانانه ځارجانانه
لكه مجنون لكه ليلاپه بيابان لري يو
مااوجانان لري يو ـ


لمروړي

چي شـــبنم دګله لمروړي
داسي زړونه مي دلبروړي
بيـــــــــابه ژاړم ستادغمه
شپه نږدي ده مازيګروړي
ستادســــــــترګوڅه اثردي
ستانظـــــــــرزمانظروړي
چــــي دي وګورم اختردي
رقيبـــــان رانه اخترووړي


غزل
مابيرته بوځي دغره څنګ كي هغه وران كلي ته
دلته په تنـــــــګ يم ماروان كړي دجانان كلي ته

دلتــــــــــــــــه مين نشته اوهيڅوك مينه نه پيژني
نورخفـــــــــــــــــه شوي يمه ځمه دارمان كلي ته

هلته مــــــــين شته هلته شته منګي رباپ هجروكي
لونـــــــــــــګي په سرراځي اتڼ كړي هلكان كلي ته

يخـــــــي چيني دنګ چينارونه دي زمونږ كلي كي
پيغلي مـــــــــــــنګي راوړي په سرزماودان كلي ته


ستوري رســـيدي خودرته نه شمه
ګوره صــــبريدي هم درنه نه شمه
ستوري داســمان پرمځكه څه كوي؟
اوس نوپټـــــــــيدي هم درنه نه شمه
وريځي دي پنانه كړي هجران به شي
ځــــــــــــكه جګيدي هم درنه نه شمه
ټوله شــــــــــپه به داسي درته ګورمه
زه اباســـــــــــــٰٰٰين تلي خودرنه نه شمه


زړګيه
ګرانــــه ده زړګيه مينه ګرانه ده
چــــــــــادرته ويلي چي اسانه ده
مــــــــه كوه زړګيه داسي مه كوه
لاخومــي دزړه جونګړه ورانه ده
هسـي دناوي لاندي مي شپه شوله
څه وكړمه تيــــــــخته له بارانه ده
ســـــتوري ګوادي نوربه نه ورځم
ماتوبه ويســــــــــــــتلي دجانانه ده
غلي دي سيـــلاب هم ستاپه څيراشنا
ځكه پاتـــــــــي شوي له كاروانه ده


غزل
غم ليوني كړي يم كه تاصنم
نوي نوي غم وي هرصباصنم
رابه شــــــي كنه په اتنظاريمه
زړه يمــــه نازړه يمه په تاصنم
داســــــــباهغه سباچي تيرشولو
رانغـــــلي ته راغلي بل سباصنم
دامصره دغم مصره ليكم مصره
نه ســـــــــــــيلابه نشته دوفاصنم


غزل
سم دماښـــامه سرګردانه ګرځم
ستاپه كوڅوكي چي جانانه ګرځم
زماپه حال ستوري سپوږمۍ ګوادي
لــــه وس نه نه يم له پخوانه ګرځم
پــــه دي اميدچي دي راخپله كړمه
قــــــــــسم دي ګرځم تراذانه ګرځم
ته يــــــــــــي بي غمه اوكوخوبونه
مــــــــين خوزه يم بي پرسانه ګرځم
سيلاب دي ياددي كه دي هيركړم اشنا
زه خــــــودي اوس هم له ارمانه ګرځم


سندره

زه بي وفانه يم جانانه ته وفاشه كنه
خيردي لګ راشه كنه
زه مرورنه يم جانانه راپخلاشه كنه
خيردي لګ راشه كنه

تانه بغيرمي اشناډيري ناچارۍ تيري كړي
دپردوخپلومي په زړه دلۍ دلۍ تيري كړي
بس دي زماپه دي نيګړي ژوندكي ساه شه كنه

خاوري ايري جانانه ستاد درملنګ جانانه
ستادي غمونوكړم په عمرباندي تنګ جانانه
زه دي مجنون كړمه جانانه ته ليلاشه كنه

ماتل همزولودغمونوسره ژوندكړي دي
دچاپه يادمي ددردونوسره ژوندكړي دي
ګوره دبل نه شي سيلابه ته زماشه كنه

خيردي لګ راشه كنه


مخ راواړوه
تادي قسم ووي مخ راوا ړوه
مانه په محفل كي سترګي ماه اړوه
تاچــــــي رانه سترګي اړولي وي
هغه شــــــــــپه اشنازماپه شاړه وه
تاچي به مـــــــــنګي په كمركيخوده
څومــــــــــره ښايسته دګودرغاړه وه
نن مــــــــي ترماښامه مخ ونه مينځو
پوري چـــي پري ستادخولګي لاړه وه
ډك كړه ساقي جانه ښه ترمورګويي كړه
سري ســــــترګي سيلاب دغم نه واړوه


ميخاني اوشرابونه

دښـتي غرونه اي جانانه بيابان راپسي ګوره
رانه تللي درنه لاړم ټول جهان راپسي ګوره

نورپه ستوروكي مي ګوره مخامخ مي ليدي نه شي
هغه كــــــــــلي تاته پاتي ټول خپلوان راپسي ګوره

توره شپه سپينه سپوږمۍ زه دبيري غاړي چاڼ كه
لــــــــــــــيوني شومه جانانه ليونيان راپسي ګوره

اي اشناپه زيارتونوځنځيرونوكي به پروت يم
كه راځــــي نواي جانانه ملنګان راپسي ګوره

ميـــــــــــــخاني اوشرابونه ستادميني انتهاشوه
ارمــــــانونه مي ايره شوهرارمان راپسي ګوره


ژړيږه

مدام ژړيږه ســــــــــــــــــتاپه برخه شوتاوان غمونه
اوس دي زړګيـــــــــــــــه مبارك شه دهجران غمونه
مادرته نه ويــــــــــــــل چي دښكلوچم ته مه ورځه نو
اوس نوبــــــــــــــــــيدارشه اورانغاړه دجانان غمونه
خاوري به خوب كړي چي چاپيردرنه ولاړه وي ټول
هغه دي څــــــــــــــــكي دزړګي ويني ظالمان غمونه
ساقي ترمورګـــــــــــــــويي راډك كړه يم راغلي تاته
يومي غـــــــــــــــــــــــمونه دجانان بل دجهان غمونه
سيلابه خپـــــــــــــله دي غوښتل اووس يي بيرته شړي
پريږده چـــــــــــــي تاسره اوسيږي ستادوستان غمونه


غريبۍ
بلادي واخلمه جانانه غريبۍ خوړليا
درنه لوګي شم مسافره مزدورۍ خوړليا

كلونه كيږي غريب ياره ستاسلام نه راځي
دتوروغرونوشاته وركه ستاپيغام نه راځي
مادلته خوري داستاغمونه مجبورۍ خوړليا

ستابه زه هم په زړه وريږم بي وسي ده ياره
څومره جدادرنه اوسيږم څه نيستي ده ياره
كلي ته راشه دلندن مسافرۍ خوړليا

دوعاكوه دوعابه كوم زماپختون جانانه
داپاتي ژوندبه تيروم ستاپه كونډتون جانانه
شوخه سيلابه په مستۍ كي خاموشۍ خوړليا


خيردي
خيردي كه راپيغله شوي ګيلي راته كوه كنه
هغه دلــــــــــــــيلامجنون كيسي راته كوه كنه

مانه كه مسكاغواړي مسكابه درته وكوم
ته هـــــــم په بڼودي اشاري راته كوه كنه
ستاخيرادوعاده كه يي ماته كوي بل ته نه
زه پري خوشـــــحاليږمه خيراراته كوه كنه
زه به درته بيادسپيني غواسپين ماسته راوړمه
وړي دي غرـــــمه ده اوس شملي راته كوه كنه
ته په تــــــــــناره ډوډۍ وهه سيلاب به كينمه
هغه ماشومــــتوب غوندي نخري راته كوه كنه


ووايه

ووايه كنه چي زړه مي ستاشولو
ماهم دربــــــــخلي زماستاشولو

شين سهارپه شنوسترګومين شومه

لنډمازيـــــــــګري شوبس سباشولو

نن يي راته بياســــــترګوكي وويل
نه پوهيږم څنګ مي زړه شيداشولو

ماهم بيرته پوهه كړه په سترګوكي
ژوندمي ډك دمـــــــــــيني دوفاشولو

پاتي يي پړوني شوســـــــــيلاب سره
وروريي راغلي وروريي ورخطاشولو


ورك دي

ورپسي ګرځــــــــمه تقديرلټوم
رانه ورك شوي ستاتصويرلټوم

څنګه به نه يم سرګردانه اشنا
ستادښــــــــكلاپسي كشميرلټوم

په زولنوكي بنديدل مي خوښ دي
دتوروزلفــــــــــــــويوځنځيرلټوم

سيلابه ورك مي ميكده كي كړلو
بيرته وژدان اوخپل ضميرلټوم


غزل

دلته ليوني دي ديوچاپه تمعه ناســــــــــــــــت دي
خبريم بيګانه دي دبيګاپه تمعه ناســــــــــــت دي
وركړي چاظالمي هم وعده دانتــــــــــــــــــظارده
بس هغسي كړيږي دسباپه تمعه ناســــــــــــت دي
تنكي درواړه لاســــــونه يي غوڅ كړي په چړودي
سري ويني تري بهيږي دليلاپه تمعه ناســــــــت دي
خبرنه دي چي ښاردي څوك دچاكيــــسه كي نه دي
دكلـــي غوندي ښاركي دوفاپه تمعه ناســـــــــت دي
سيـــــلابه ستاپه څيردي هغه زه وم


غزل

په زړه كي مي اوسيږه په ليموكي مي اوسيږه
راځه بي وفاياره په سلګوكي مي اوسيږه

په زوردي هيرومه نه هيريږي اي ناترسي
په شپوكي مي اوسيږه شوګيروكي مي اوسيږه

دزړه دتاج محل هغه ماڼي مي ستاپه نوم ده
بس لري رانه مه ځه په ماڼوكي مي اوسيږه

دشنوسترګوميرمني زورول دي څومره خوښ دي
سيلاب پري خفه كيږم خوشحالوكي مي اوسيږه


منم چي تاوفاكوله وخت جفاكړي ده
جانانه ماسره وختونونارواكړي د ه


غزل

ورك شوم ستاپه سترګوكي وركيږمه
اورراباندي بل دي لمبه كيږمه

بادبه مي ايري ستاپه كوڅوكي كړي
مړدي شم خوتانه نه صبريږمه

ستاكاته زمادخياله نه وځي
اوس به خامخاليوني كيږمه

درد دجدايي مي لاپه زړه كي دي
نن ستاسودكلي رخصتيږمه

ستاسيلاب ټپه سيلاب غزل سيلاب
وګوره خماريم اوزنګيږمه


سندره

وړه جينۍ ده څومره شوخي اداګاني كوي
زړه به مي يوسي چي په شونډوخنداګاني كوي

داســـــــــــــــــــي نازونه اداراته كوه
په سپينوليچوبنګړي دي شرنګه وه
بغــــــيرلتاخوبل نه لرم اشــــــــــــــنا
ګوره ظالمـــــــــــــــــــي مامه ازاره وه

وړي وړي زه په تايـــــــــــــمه شيدا
سوال درته كومه چي ونه كړي جفا
زه ليوني كړمه ســــــــــــــــــتانازوادا
زه دي مجــــــــــنون كړمه ته زماليلا

داسي ځليږي يوستوري دســـــــبا
په مامـــــــــينه وفاكـــــــــــــــــوي وفا
ماته راګور ي چي شنه شي دخــــــــــندا
بس دســـــــــيلاب ده اونه ده دبل چاه


غزل
ته رانه لاړي په غمونوكي دي پريخودمه
دتنكي ميني ارمانونوكي دي پريخودمه

ته رانه لاړي ستايادونه راسره پاتي شول
ستادلاس نښي يادګارونه راسره پاتي شول
ګراني په څومره اميدونوكي دي پريخودمه

ته بي وفاشوي بي وفاداټول جهان ښكاري
مامينه كړي ګنهګارراته خپل ځان ښكاري
دپردوخپلوپيغورونوكي دي پريخودمه

زماملګري ستوري زماپه حال ژړيږي
سيلاب په يادداشناسري ماښام ژړيږي
ظالمي داسي شوګيرونوكي دي پريخودمه


غزل

ستاډولۍ اوپه ماغم داسي خومه كړه
په مامه كوه ستم داسي خومه كړه

زماژوندزماارمان زماسكونه
راته اوكړه نن قسم داسي خومه كړه

زه چي ژاړمه اشنارقيب خنديږي
جوړپه ماشي يوماتم داسي خومه كړه

ته دبل شوي اميدونه زماخاوري
چي دي پريخودم صنم داسي خومه كړه

»

Copyright Larawbar 2007-2024