وژل سوﺉ فرانسوﺉ فلمی ډایرکټر او ۲ هندي افسران وو

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 26th, 2010


د فرانسې خارجه وزارت نن وویل چی د کابل په بمی چاودنه کی وژل سوﺉ فرانسوﺉ هلته د مستندو فلمونو جوړونکی او افغاني ځوانانو ته د دغسی فلمونو ښوونکی و . خبر وایی چی هغه تر اوسه ۲۰ مستند فلمونه تهیه کړي وو .
له بلی خوا د هندوستان « ایکانمیک ټایمز » اخبار نن رسوا کړه چی په نهو وژل سوو هندیانو کی دوه یې پوځی افسران دي او متباقی یې حکومتی افسران او یو هم تبله وهونکی و چی د یو کلتوری هیًت غړی و . ورځپاڼه زیاتوی چی پنځه نور پوځی افسران هم زخمیان سوي دي خو پوره تفصیل یې ور نه کړ چی څنګه پوځی افسران دي ، آیا استخباراتی افسران دي او که مشاورین یا پوځی روزونکي دي . خو دا لومړی ځل دی چی په کابل کی د هندي پوځی افسرانو مرموز شتون رسوا کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس د ایټالوی منابعو په حواله ورکړ ، ویل کیږی چی وژل سوﺉ ایټالوﺉ ظاهرأ دیپلومات و لاکن په اصل کی د سفارت د استخباراتی شبکې آمر و . خبر زیاتوی چی طالبانو سره له دې چی په مارجه کی تر سخت یلغار لاندی دي او څه باندی لس مهم مشران یې نیول سوي دي ، بیا هم دا ثابته کړه چی ډیر مصمم ، منظم او نه ماتېدونکي دي او په دې حمله سره یې د نښی منځ وواهه .

Copyright Larawbar 2007-2024