غزل

رفيع الله مندوخېل | مارچ 1st, 2010


جنګ ترمينځ زمااورقيب دسپينــــــــــــــــــــــــوسرونه دئ
ديددياردمخ موپريوبل باندي پېـــــــــــــــــــــــــــــرزونه دئ

زړه مي له مودوراسي دښکلوپه قبضـــــــــــــــــــــه کي دئ
څوک اوس دامني چي دازمادئ دهغــــــــــــــــــــــــــونه دئ

ماوئيل چي زړه مي سي په جوړ داسي څـــــــــــــــه اووايه
تاوئيل چي دغه مات کورګئ دجوړېدونـــــــــــــــــــــــــه دئ

څوک وائي ستاورک زړګئ ستاخپلواوښکووړئ دئ
څوک وائي چي داکاردئ دښکلوداوبونـــــــــــــــــــــــــه دئ

ليک ديارراغلئ دئ دروېش ته دئ ئې نـــــــــــــــــــه لولي
وجه ئې داښئي چي ليکلئ په پښـــــــــــــــــــــــــــــــــتونه دئ

لېږونکئ : رفيع الله مندوخېل ، ږوب

Copyright Larawbar 2007-2024