د هندوانو د مذهبي مشر سيكسي ويډيو جنجالونه جوړ كړي دي
د هندوستان په دوو ايالتونو كرناټكا او تاميل كې د هندوانو يوه لوى مذهبي مشر نيتيانندا د سيكسي ويډيو په اړه خورا جنجالونه روان دي.
په دغه ويډيو كې چې څو ورځې وړاندې د سن ټلوېزون له خوا خپره شوه، له سوامي نيتيانندا سره د تاميل فلمونو نجلۍ رجنيتا هم ليدل كيږي.
د ويډيو د خپرېدو وروسته په دې دوو ايالتونو كې خلكو د ياد شوي مذهبي مشر پر مركزونو بريدونه وكړل.
د نوموړي په خلاف د مذهب د سپكاوي په تور دوې عارضې ثبت شوي دي او پوليس د سوامي په لټه دي.
خو د نيتيانندا وياند ويلي چې سوامي صاحب د كومب مذهبي ميلې ته د خپلو ۴۰۰۰ مريدانو سره تللى دى او هلته تر ګډون وروسته به خپل سپيناوى وكړي.
د هغه وياند دا هم ويلي چي په ويډيو كې د سوامي مخ په كمپيوټر جوړ شوى، خو دا په داسې حال كې ده چې له سوامي سره په ويډيو كې راغلې فلمي نجلۍ رجنيتا بيا دا مني چې په دې ويډيو كې دا او سوامي نيتيا نندا دي.
دا وايي زه د سوامي مريده يم او دا د هغه لپاره زما يوه نذرانه وه، دې همدارنګه ويلي چې د سوامي څخه يې د واده غوښتنه كړې وه، هغه يې غوښتنې ته منفي ځواب نه و ويلى.
تېره مياشت د هند په پلازمېنه ډهلي كې هم پوليسو د هندوانو يو مذهبي مشر شيو مورات ديويدي د ښځو د كاروبار يا دلالۍ په تور له شپږو ښځو سره لاس په لاس نيول شوى و.
د نوموړي په اړه پوليسو وويل، چې ديويدي، د شاوخوا شپږوو سوو ښځو ګروپ درلودى، په دې ښځو كې د فلمونو ممثليني، د پوهنتونونو زده كوونكې، ماډلز، او د الوتكې مېلمه پالانې هم وې.
ديويدي چې په بابا مشهور و، دغه نجونې به يې شتمنو خلكو ته ليږلې او له هغوى به يې خپله مزدوري يا كمېشن هم اخيستى.
دغه دوه مذهبي مشران په هند كې په سلګونه زره مريدان او لاروي لري