زابل:چارواکي وايي تېره شپه يې څلور طالبان نيولي دي

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2010


دزابل امنتی چارواکی وایی چی تیره شپه یی ددی ولایت په سیوری ولسوالی کی تریونښتی ورسته څلورووسله والو طالبان نیولی دی .

دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایی چی دغه څلورواړه طالبان یی تیره شپه دزابل په سیوری ولسوالی کی تریوی نښتی ورسته نیولی دی .

نوموړی زیاتوی چی پدی ولسوالی کی تیره شپه لمړی پرپولیسوبرید وشوچی تربرید ورسته دافغان اوبهرنیوځواکونولخواپلټونکی عملیات پیل شوی چی په ترځ کی یی یادکسان ونیول شول .سرجنګ زیاتوی چی نیول شوی کسان دامهال په امنیه قوماندانی کی ترپوښتونولاندی دی .دسرجنګ په خبره چی که څه هم نیول شویوکسانوتردی مهاله په خپلوجرمنواعتراف ندی کړی خودده په وینا ورسته په دامعلومه کړی چی نیول شوی کسان په کومه ډله پوری تړاولری .

بل پلونیول شوی کسان ځانونه بی ګناه بولی اوزیاتوی چی دوی دهیڅ یوی وسله والی ډلی سره اړیکه نلری اودسیمه ادی وګړی دی داکسان وایی دوی تیره شپه جمعت ته روان وه چی دپولیسو لخواونیول شوی .

که څه هم دزابل امنتی چارواکی نیول شوی کسان طالبان بولی خوخپله طالبانو تردی مهاله ددغه نیول شویوکسانوپه اړه رسنیوته څه ندی ویلی .

Copyright Larawbar 2007-2024