دلغمان په مهترلام کې پسرلنۍ مشاعره کيږي

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2010



دنوي  ١٣٨٩ لمريز کال داورى په لومړۍ نيټه ، چې دمارچ له ٢١ سره سمون خوري دلغمان ښار په مهترلام کې دځوانانو د يووالى ټولنې په نوښت او داطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا کلنۍ پسرلنۍ مشاعره کيږي په دې مشاعره کې به افغانستان دټولو ولايتونو او دکوزې پښتونخوا شاعران برخه اخلي .


په لراوبر افغان وطن کي نوروز هر کال د مشاعرو او تفريحي پروګرامونو په ترڅ کي نمانځل کيږي ، په بهر کي کډوال افغانان هم هر کال د نوروز په مناسبت ځانګړي پروګرامونه جوړوي ، لراوبر هڅه کوي د راتلونکي نوروز په اړه بېلابېل انځوريز راپورونه تاسو ته وړاندي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024