طالبان : په ارغنداب کي مو امریکایي پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 16th, 2010


د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته وویل چي نن سهار پر نهو بجو یې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په « ده کوڅه » کي پر هغو امریکایي پوځیانو فدایي حمله وکړه چی پلي روان وو .


دي وایي چي په دې خوراسخته حمله کي ۱۹ امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته . دغه پوځیان د یوې قرارګاه څخه بلي ته پلي روانه وو چي د دې بمي برید سره مخامخ سول . خو امریکایانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي .

Copyright Larawbar 2007-2024