ایران د اسامه بن لادن ځوانه لور خوشی کړه

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 22nd, 2010


د امریکا ( اې . بی . سی . نیوز ) په خپل تازه راپور کی وایی چی تهران د اسامه بن لادن یوه اتلس کلنه لور ( ایمان ) ته اجازه ورکړه چی د خپلی مور ( نجوا بن لادن ) سره سوریې ته ولاړه سی . ایمان بن لادن اته کاله په ایران کی د نظربندۍ په حال کی شپې سبا کولې څو چی په دې وروستیو کی وتښتېدله او هلته د سعودی عربستان په سفارت کی ۱۱۲ ورځی پناهنده وه . د هغې مور ( نجوا بن لادن ) د سوریې څخه ورغله تر څو هغه د ځان سره بوزی . دې خپله مور هغه مهال لیدلې وه چی اووه کلنه وه . د اسامه بن لادن د کورنۍ ډیر غړي ( چی ۱۱ لمسیان یې هم پکښی شامل دي ) پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته ایران ته تللی او هلته نیول سوي او بندیان سوي وو چی تر اوسه همالته اوسیږی . د اسامه بن لادن زوی ( عمر بن لادن ) څه موده مخکی ویلی وو چی د ایران حکومت زما د وروڼو او خویندو سره ښه سلوک کوی خو یوازینۍ اشتباه یې دا ده چی هغوی نه ایله کوی . د ایمان بن لادن مور نجوا بن لادن وویل چی زه هیڅ باور نه کوم چی خپله ورکه لور می بیرته ژوندۍ ووینم ، هغه کوچنۍ وه چی راڅخه ورکه سوې وه خو اوس الحمدلله اتلس کلنه ده چی بیرته خدای راکړه .

Copyright Larawbar 2007-2024