طالبان : په هلمند کی مو ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله
طالبانو لږ شېبه مخکی خبر ورکړ چی نن یې د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کی د دوو بمی حملو په ترڅ کی ۱۶ امریکایی پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله . خبر وایی چی لومړنۍ چاودنه د « لکي » په سیمه کی د « قدوس خان پارچاوې » سره وسوه چی ۳ بهرنی پوځیان یې مړه او ۳ یې هم زخمیان کړل . دوهمه چاودنه د «کټوري » په سیمه کی د « امان الله خان » د کلی سره وسوه چی ۴ بهرني پوځیان یې مړه او ۶ یې هم ژوبل کړل .
باید وویل سی چی ناټو هم نن په جنوب کی د خپلو دوو پوځیانو وژنه تایید کړې ده .