د سولي استازی که د زهرو پاشونکې ؟
زموږ ګران هيواد افغانستان په خپل د وياړه ډک تاريخ کې د داسې لوړو ژورو سره پاتې شوي دي چې د خپلو باتورو بچيانو پر مټ يې ځان د ډيرو کړکيچو څخه را بهر کړي دي . خپل ملی حاکميت ، ملی هويت ، د خاورې بشپړتيا يې د خپلو سرونو په بدله ساتلې ده . د تاريخ په اوږدو کې هر يرغل ګر چې پدې پاکه خاوره رادنګلي دسکندر مقدونی څخه نيولې بيا تر کوشانيانو ، هخامنشيانو ، ساسا نيانو ، د فارسيانو امپراطورۍ ، د هند آشوکايې امپراطورۍ ، د انګريزانو درې واريزه يرغل ، دسرې امپراطورۍ يرغل ددي خبرې ښه ثبوت دي چې هر يرغل ګر په خپل وار سره خپل قوت دلته ازمايلي دي په مقابل کې ددي خاورې د اتلانو څخه يې داسې غاښ ماتونکي ځوابونه تر لاسه کړي چې څوک يې نيم ځانه شول او څوک يې لا تر اوسه د باتوره غازيانو د تورو د شړنګاه څخه په کټو کې آرام نلري .
ددي خاورې له اتلانو څخه يو هم ستر احمد شاه بابا دي . کله چې نادر افشار د ايران د « خبوشان » کې له خپلو ساتونکو لخوا ووژل شو نو بابا د خپلو افغانی عسکرو پر مټ يې هم دولتی خزانې او هم وسلې خوندې وساتلي او هم يې د نادر افشار کورنۍ ، اولادونه د بی سترۍ او ضرر څخه وژغورل او وساتل . ستر احمد شاه بابا سم د لاسه کندهار راستون شوه پدې وخت کې د هيواد نازوکو حالاتو يو با تد بيره لارښود ته سترګې په لاره وه هماغه و چې په « ۱۷۴۷ م کال » د اکتوبر په مياشت کې د « شير سرخ » په هغه ستره جرګه کې چې (۹) ورځې يې دوام وکړ د وطن د واکمن په توګه انتخاب شو دا جرګه د مليتې ترکيب له مخې د تيرو سترو جرګو په پرتله منځ پانګه يې ډیره غنی و ځکه چې پښتنو ، بلوڅو ، تاجيکو ، هزاروو او نورو مليتو استازې ددې جرګې ګډون وال و . احمد شاه بابا نه يواځې د پښتنو او نورو مليتو د وحدت او يووالۍ د مزيو په کلکولو لړۍ د هماغې اولې ورځې څخه راپيل کړه بلکې د صفوي او د هند کورګانې دولتو استعماری جغ يې د افغانستان د ټولو سيمو څخه ليرې کړ د بابا بريا پدې کې نغښتي و چې افغانستان يې د ګدو مليتو کور ګاڼه او پښتون قوم يې د دي ګډ کور زير بنايې خشتې ګڼلي .
پدې کې هيخ شک نشته هر هغه څوک چې د علم په زيور سنګار وي واقيعتونه د علم په رڼا کې څيړي ، ورننوزي ، ورسره درومي بيا د خپل نظر اظهار کوي او هر هغه څوک چې ددي صفت څخه فاقد او فقير وي د نورو پسې درومي ، په خپل ځان باور نلري ، زر تطميع کيږي نشي کوالاي حقيقت درک کړي دلته دي چې د بې باورو کسانو تر منځ او د حقيت نر منځ په واټنو فاصله پيدا شي . ددغو بې باورو کسانو څخه يوهم ريچردهالبورګ دی چې د امريکا لخواخاص استازې د افغانستان او پاکستان له پاره ګمارل شوي .
د۲۰۱۰ » کال د مارچ په پنځمه نيته د امريکا د « هارورډ په پوهنتون کې ريچرد هالبورګ په يو کنفراس کې ګڼو اوريدونکو ته په وينا کې داسې وويل : ( امريکا د افغانستان د سولي په پروسه کې شامله نده ، طالبان د پښتنې ټولنې زيږنده دي او د پښتنو په هره کورنۍ کې يو کس د طالبانو سره اړيکې لري ) [ نوموړې بيا خپله خبره راغبرګه کړه او وويل : چې پښتانه او طالبان يو د بل سره داې کوشير شويدي چې جدايې نلري ] د ۲۰۰۱ م کال څخه راپدې خوا واشنګتن پر افغانستان تسلط لري د هماغې ورځې څخه راپدې خوا واشنګتن د پښتون قوم په وهلو کې لاس لري ، د امريکا خاص استازی وايې پښتو ژبه يوه لوکل « محلی » ژبه ده . هغې فريد ذ کريا ته وويل کله چې کرزی د ماچې به والسوالی کې خلکو په پښتو « لوکل »ژبې خبرې کوالاي د نوموړې دغه وينا يوه مسخره وينا وبلله چې د غلطو رپورو او معلوماتو له مخې کړيده او د کاذبو معلوماتو پر بنسټ ولاړه ده هالبورګ په هماغه غلط شان يې په نورو ځايو کې انعکاس ورکوي . د حيرانتيا خبره نده چې نوموړې ولی د داسې غلطو ويناو څرګندونه کوي ، دغه غلط راپورونه د شمالی ټلوالې لخوا دده په اختيار کې ورکول کيږي .
زما له پاره د حيرانتيا خبره دا ده چې امريکا د يوې لوی او قوی ميډ يا په لرلو سره د هالبورګ د حقيقت څخه ليرې څرګندونې ولی نه اصلاح کوي او د خپرولو اجازه ورته ورکوي . هالبورګ په ډيره بې عقلانه ډول سره دا يادونې د پښتو د ژبې به اړوند کړی دي . نوموړۍ ته لازمه ده چې د خپلې دندې او مکليفتو پر بنسټ د افغانستان د تاريخ پاڼې وګوري څه اړين معلومات د پښتو د ژبې په هکله تر لاسه کړي . نوموړۍ بايد د افغان ولس څخه بخښنه وغواړي ، نن ورځ غربی نړۍ د ټولو افغانانو مقروضه ده او لازمه ده چې غربی نړۍ د افغانستان په بيا ودانولو کې د زړه له کومې پريکړنده ګامونه اوچت کړي .کچيرې د افغان ولس سر ښند نه او ميړانه نه واې نن به د برلين ديوال په خپل ځای ولاړ وه ، د وارسا تړون به د پخوا څخه لا خوځنده واي ، او سرې امپراطورۍ به خپلې نظامی اډې د هندوستان په تودو اوبو کې بنا کړي واي چې د نړۍ له پاره ستر ګواښ وه . د افغانانو دي سترې سرښندنې ته حرمت او درناوې په کار دي لازمه ده چې د نړۍ سوله غوښتونکې خلک خپل لاسونه د احترام په رسم خپلو ټنډو ته پورته کړي او د افغان ولس دا ميړانه وستا يې دا د دوي حق چې بايد ادا شي .
نه دا چې د ريچرد هالبورګ په شان بی مسوليته خلک د نورو په لمس د پښتون ستر ټبر او د پښتو ژبه چې ددی خاورې د اکثريت ژبه ده توهين او تحقير کړي او د سر ښندنې پاداش يې د زهرو د پاشولو په بڼه کې ادا کړي .
په ډیر درنښت
ماخذ :
nahim.com دوکتور رحمت ربې زيرک يار ليکنه : د
د بازمحمد ساپی ليکنه : د لراوبر د ويپ سايټ څخه
افغانستان د تاريخ په رڼا کې : علامه پوهاند حبيبی