روسیه ناټو ته : تریاک یې ختم کړﺉ ، ناټو : قطعأ نه !

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 25th, 2010


دویچه پریس ایجنسی د بروسلز څخه په خپل راپور کی وایی چی د روسیې د مخدره موادو د کنټرول د څانګی ریس ( ویکتور ایوانوف ) او د ناټو سرمنشی ( واسموسن ) تر منځ د خبرو اترو په ترڅ کی ناټو د روسیې دا وړاندیز په کلکه رد کړ چی په افغانستان ( خصوصأ مارجه ) کی د تریاکو کښتونه محوه کړی . ناټو په ځواب کی ورته وویل چی موږ نسو کولای چی کروندګر بیرته د طالبانو په لمن کی ور واچوو .
ایوانوف په غُصه سره وروسته خبریالانو ته داسی وویل : « د افغانستان مخدره موادو په تیرو لسو کالو کی یو ملیون انسانان وژلي دي او دا د ملګرو ملتونو معلومات دي . آیا دا پخپله نړیوالي سولي او امنیت ته یو تهدید نه دی ؟ »
خو د ناټو ویاند ( جېمز اپاتورای ) پر خپله بی وسي داسی اعتراف وکړ : « موږ نسو کولای چی د نړۍ د پای لخوا د دوهم غریب ترین هېواد د هغو خلکو د عاید یوازینۍ ذریعه له منځه یوسو چی نسو کولای کوم بل بدیل یې پر ځای ورکړو . دا کار هیڅ امکان نه لری . »
راپور وایی چی افغان هیروین هر کال دیرش زره روسان وژنی چی په تیرو اتو کالو کی یې جمعأ دوه نیم لکه ( ۲۵۰۰۰۰ ) روسان وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024