په مارجه کی دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 26th, 2010


د امریکا د کلیفورنیا ایالت ( کونټرا کوسټا ټایمز ) ورځپاڼی ولیکل چی د دې ایالت دوه مرین پوځیان چی یو یې افسر دی ، وړمه ورځ هغه مهال په مارجه کی ووژل سول چی زرهپوش یې پر ماین وخوت . ناټو د دې خبر راپور ورکړی و ، خو پیښه یې د هېواد په جنوب کی بللې وه او د پوځیانو هویت یې هم نه و ښودلی . نن پسله دوو ورځو اعلان وسو چی هغوی دواړه امریکایان وو او په مارجه کی وژل سوي وو . خبر زیاتوی چی په دې پیښه کی دوه نور مرین پوځیان سخت زخمیان سوي دي . دغه وژل سوي افسر د شلو کالو راهیسی په امریکایی پوځ کی وظیفه اجرا کوله څو چی وړمه ورځ په مارجه کی د طالبانو د ماین خوراک سو . په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۲۹ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024