بغلان:دکندوزدکشف مرستيال ووژل شو.

46 | اپریل 3rd, 2010


وسلوالوطالبانولراوبر ويب پاني ته وويل : چې نن اته بجې دمرکزي بغلان د شرکت سيمه کې ديوکمين په ترڅ کې يورنجرموټرباندي بريدترسره شو. چې په وينا يي په دغه پيښه کې يي دکندوزکشف مرستيال عبدالطيف خان اول ټپې اوبيا ومړ همدغه راز هغوې داهم وويل چې په ياده پيښه کې څلورعسکر هم وژل شويدي ديادې پيښې په اړه دبغلان امنيه قومانداني وويل چې دغه پيښه اصلاَ اته نيمې بجې دجرخشک په سيمه کې رامنځ ته شوي اودکندوز ولايت دامام صاحب ولسوالې دکشف معاون عبدالطيف دعبدالخالق ځوي وروسته دسختو ټپونو نه په روغتون کې ساه ورکړه او يوتن بل په همدغه پيښه کې سخت ټپي دي چې دروغتيايي حالت په اړه يي مالومات نه کيږي .
دسرچينې پروينا دکشف مرستيال دپيکا وسلې په مردکيوويشتيل شوي چې دسختوټپونوله امله يي خپل زوند له لاسه ورکړه .

Copyright Larawbar 2007-2024