د انتخاباتو کميسون لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2010


د افغانستان د انتخاباتو کميسون دوو لوړپوړو چارواکو عزيز الله لودين او داود نجفي له خپلو دندو استعفا ورکړه ، د ولسمشر وياند خبريالانو ته وويل چي د عزيز الله لودين د کار موده پای ته رسېدلې وه او نور يې نه غوښتل کاري تړون وکړي ، عزيز الله لودين وايي چي ولسمشر يې استعفا منلې ده او ژر به يې پر ځای دوه نوی چارواکي وټاکي .
ولسمشر کرزي څو ورځي مخکي دوی دواړه د هغو کارونو له امله وستايل چي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې ترسره کړي وو . ولسمشر کرزي وويل چي نړيوال ددغو دوو کسانو د کاره ګوښه کېدو له امله د فشار سره مخامخ کړی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024