پکتيا:دښځو ځان سوځولو پېښو زياتوب اندېښنې رامنځته کړي
په ښځو كې د ځان سوځولو پيښو په پكتيا كې د بشري حقونو دڅار او ساتنې بنسټونه اندېښمن كړي .
په سوېل ختيځ زون كې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون رئيس ښاغلى افضلي د ښځوله خوا د ځان سوځولو پېښې چې بېلاّبيل لاملونه لري په دې زون كې بې سارى ګڼي وايي چې كه په وړاندې يې جدي مبارزه ونه شي لمن به يې پراخه شي .
په سوېل ختيځ زون كې د بشري حقونو خپلواك كميسيون د يوناما د سيمه يز دفتر د بشري حقونو څانګې په ګډه د يا دې ستونزې او يو شمېرنو رو هغو ستونزو ته چې په ښځوكې د ځان سوځولو ، له كورنۍ تېښتې او نورو ناوړو پايلو لامل كيږي د حل لارو چارو دلټولو په موخه د ګڼ شمېر حقوقي ، ټولنيزو ، امنيتي او نو رو اړوندو ارګانونو استازو ګډه غونډه جوړه كړې وه .
په غونډه كې دپكتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره دمبارزې آمر ښاغلى سمونوال زمروت وويل چې د ګابويوې مياشتې په اوږدوكې يې د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي اوه دوسيې درلودلي چې دوه يې د ځان سوځولو وې .
د غونډې برخوالو د ګروپي كارونو په ترسره كولو په دې ولايت كې حاكم سيمه يز دودونه ، دپوهې دكچې ټيټوالى ، د وضعي او اسلامي قوانينو څخه دخلكو بې خبري په ښځوكې دناوړه او زړه بوګنونكو پيښو د رامنځ ته كېدو لو ى لاملونه وبلل او د مثالونو په راوړلو سره يې يوشمېر پېښې يادې كړې .
د ښځو د حقونو دڅار او ساتنې بنسټونه په دې عقيده دي چې كه اړونده ادارې ، قومي شوراګانې ، علما او نور ټولنيز بنسټونه جدي تدابير ونه نيسي نو د هرې ورځې په تېريدو سره به د ناوړه پيښو كچه لوړه شي .