ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 17th, 2010


باختر:
مونږ د ولسمشر كرزي په حكومت كې د يو لړ اصلاحاتو شاهد يو دا د امريكا د ولسمشر بارك اوباما هغه وروستۍ څرګندونې دې، چې باختر پخپل لومړي مخ راخستي.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوباما دا ډاډ هم څرګند كړې، چې ولسمشر كرزى كولې شي پخپل هيواد كې سوله او ثبات ټينګ كړي.
په ورځپاڼه كې د انتخاباتو د قانون په سر روانو بحثو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ښاغلې كرزې او ولسي جرګې د شكايتونو په كمسيون كې د دوو بهرنيو په پاتې كيدو موافقه كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په انديښنې بحث كړې او په عينې حال كې ليكلي، چې ددې ستونزې د مخنيوي لپاره بايد هغه ځواكونه محاكمه شي، چې د بې ګناه خلكو په وژنه كې ښكيل دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړې شوې مشورتي غونډې ته په اشارې ليكلي، چې پخپل ټاكلي وخت د ملي شورا د انتخاباتو ترسره كول د ټولو افغانانو مسؤليت دې.
په ورځپاڼه كې په كابل كې د جوړيدونكې نړيوالې غونډې لپاره روانو تياريو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ددې غونډې د سمون چارې ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عمر زاخيلوال ته سپارل شوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې پدې ستونزو برلاسې يوازې د ملي يوالي له لارې امكان لري.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د امريكايي سناتورانو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې كرزې غواړي، چې يو خپلواكه ولسمشر وي.
ورځپاڼې د ولسمشر كرزي په اړه د سناتورانو د وينا دا برخه هم راخستې، چې كرزې غواړي خپل هيواد پخپله اداره كړي، خو دې د امريكا مرستې ته اړتيا لري.
په ورځپاڼه كې په ايران كې د افغانانو اعدام او له هغوى سره كيدونكي چلند ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ايرانيان له افغانانو څخه د ګورګين غچ اخلي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه پورته شويو انديښنو ته كتنه كړې خو د ناټو په حواله يى ليكلي، چې دوى هڅه كوي په راتلونكې كې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې د زياتوالي مخه ونيسي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې موضوع ته ځانګړې كړې، چې په چاودنو كې د وژل شويو وګړو پوښتنه نه كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې د قربانيانو د كورنيو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې دولت او نړيوالې موسيسې دوى ته هيڅ ډول پاملرنه نه كوي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان په اړه د ايران تبليغاتو ته هم كتنه شوې او دا خبر وركړل شوې، چې دغه هيواد پدې برخه كې د يوې نوې راډيو په پرانستلو سره د تبليغاتو يوه نوې جبهه پرانستې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ځينو سرپرستو وزيرانو په كړنو انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى كار كوي او كه استفاده.؟

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د سولې د ملي جرګې په بريا كې د اسلامي هيوادونو رول څيړلي او هغه يى خورا مهم بللې دې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ژوند چاپيريال ته په ورپيښو ګواښونو تبصره كړې او ليكلي، چې د چاپيريال ساتنه زياتو هڅو ته اړتيا لري.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې نه د خلكو هيلو او توقعاتو ته كتنه كړې او ليكلي، كه څه هم دا جرګه به په هيواد كې شتو ټولو ستونزو ته د حل لاره و نه موندلې شي، خو هر افغان بايد پدې برخه كې خپل رول ولوبوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې بيا په وسلوالو مخالفينو كې د سولې له روان بهير سره موجوده ليوالتيا انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې يو شمير مخالفين غواړي له دې بهير سره يو ځآى شي.

Copyright Larawbar 2007-2024