مور نه ده پرښته ده

سعيد لودين | اپریل 17th, 2010


يو جلا غوندې ډيوه ده
د زړګي تازه ميوه ده
مور ستا حقداري ډيره
ترقربانيو ده هم تيره
تا ګاللي زحمتونه
ستا وفا به نکړم هيره
مورې ستا مقام اوچت دى
ترپښو لاندي جنت دى
که ودانه ده نړۍ نن
ستا زيارستا شفقت دى
مورې ته يې مهربانه
ډيره ما باندې يې ګرانه

Copyright Larawbar 2007-2024