ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 18th, 2010


خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشر ټاكلو اقدام ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې له زياتو هڅو وروسته بالاخيره د بخت مارغه د معنوي په اوږه كښيناست.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د انتخاباتو خپلواك كمسيون د شفافو انتخاباتو د ترسره كولو لپاره يوه اوږده لار په وړاندې لري.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ماموريت څيړلې او ليكلي، چې دا ماموريت بايد په زيات دقت سره ترسره او په همدې حال كې د افغان ځواكونو د پياوړې كولو لپاره هڅې وشي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په ايران كې د طالبانو د روزلو مسئله راخستې او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې دوى دا مسئله په جدي توګه تعقيبوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې په رامنځ ته شوي بدلون بحث كړې او هغه يى د چارو د سمون لپاره يو مناسب اقدام بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې افغانان د ولسي جرګې ازاد، عادلانه او راڼه انتخابات غواړي او دا انتخابات بايد پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د امنيتي كمپنيو په فعاليت هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان په حواله ليكل شوي، چې بهرنيو ځواكونو له حده زيات پدې كمپنيو تكيه كړې.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې په ايران كې د افغانانو د اعدام په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار په كابل كې د ايران له سفير سره په ليدنه كې پدې اړه خپله جدي انديښنه ښودلې ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ډاكټر سپنتا د دواړو هيوادونو ترمنځ د بنديانو د تبادلې د تړون په عملي كولو ټينګار كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغان ټولنه كې د اخلاقي فساد په ستونزې بحث كړې او ددې ستونزې د هواري لپاره يى د مناسبو لارو چارو د لټولو غوښتنه كړې.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ په سرليك كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشر د ټاكلو مسئله راخستې او ليكلي، چې فضل احمد معنوي د يوې ناكامه ادارې ميراث خور شو.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې بيا د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړو په ورپيژندنې بحث كړې او د ولسمشر لخوا ددغه كمسيون د اكثرو غړو ورپيژندنې ته په اشارې ليكلي، چې د انتخاباتي شكايتونو كمسيون هم دولتي شو.
ورځپاڼې د شمال په لويه لاره د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د تښتولو پيښې ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې طالبان له دې كار سره د څه په لټه كې دي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په ايران كې د افغانانو د اعدام په مسئلې بحث كړې او پدې ترڅ كې د افغانستان د مشرانو جرګې دا غوښتنه راخستې، چې د اعدامولو دا لړۍ بايد پاى ته ورسولې شي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان په جنوب كې په كيدونكو پوځي عملياتو تبصره كړې او پدې ترڅ كې د مارجې عملياتو ته په اشارې ليكلي، چې په سيمه كې د امريكايي ځواكونو له حضور سره اوس هلته امنيتي وضع ښه شوې ده.
د خلكو اقتصادي ستونزې او هغو ته پاملرنه د ورځپاڼې د پاتې مطالبو مهمه برخه جوړوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ثبات په راوستلو كې د بهرنيو كمپنيو په رول بحث كړې او ليكلي، چې ددې كمپنيو پر ځاى بايد د افغان ځواكونو روزلو ته پاملرنه وشي.
خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې د بشري حقوقو په مدافعينو انتقاد كړې، چې په ايران كې د افغانانو د اعدام په وړاندې چوپه خله پاتې دي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې په وروستي بدلون بحث كړې او ليكلي، چې دا اصلاحات د انتخاباتو د بهير د بهتره كولو لپاره مهم دي.
په ورځپاڼه كې په هيواد كې د ملي پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي په ستراتيژۍ هم پحث شوې او دهغې بيلابيل اړخونه څيړل شوي دي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون په بازار كې بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بيې د ثابت ساتلو په هدف د افغانستان بانك هڅو ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې ددې كار لپاره افغانۍ له بازاره ټوليږي.

Copyright Larawbar 2007-2024