ناټو : زموږ یو عسکر ماین ووژﺉ

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 18th, 2010


ناټو نن اعلان وکړ چی یو پوځی یې د افغانستان په جنوب کی ماین ووژﺉ خو نور تفصیل یې ور نه کړ چی پیښه چیری وسوه ،څو نور پوځیان زخمیان یا معیوب سوي او مقتول د کوم هېواد څخه و . پرون طالبانو په کندهار کی د ماین په ذریعه د پنځو امریکایانو د وژلو خبر ورکړی و او په ارزګان کی یې هم دوه هالینډی پوځیان وژلي وو .
په دې تازه پیښه سره د ناټو عمومی تلفات ۱۷۳۱ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024