د افغانستان د نجات د جرګی خبرتیا

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2010


بسم الله الرحمن الرحیم


  د اشغال او جګړی دوام ، د بیگناه افغانانو پرله پسی وژنی ،د ملی واکمنی حق اوسولی ته مستمر   ګواښ، وطن ته یو شمیر ژمن هیوادوال دیته وهڅول چه د سولی ، سیاسی ثبات او ملی خپلواکۍ د تآمین په مقصد د یو لړ اصولو په محور باندی راغونډ شی  . دغه محور چه د افغانانو د ورورولی او یووالی نښه او سمبول ګڼلی شو «  د افغانستان د نجات جرګی » تر نامه لاندی جوړ شوی دې .
  « دافغانستان د نجات جرګه » د یکشنبی په ورځ  د می د میاشتی په دوهمه نیټه د اروپا په وخت په ۱۸ بجو  د  آریانا ـ افغانستان  تلویزیون له لاری د یوه ګردی میز په ترڅ کی مینه والو ته ورپیږندل کیږی .
  مینه وال کولاې شی چه په بحث کی د تيليفون له لاری برخه واخلی .   


اړيکي:
عبد القدیر مهمند  0012693537044
عبدالرحیم کبیر   0019096220580
برېښناليک  afghannj@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024