هندوستان: ګرمۍ ٨٠ تنه مړه کړل

34 | اپریل 24th, 2010


هندي مطبوعاتو په اوړيسه ايالت کي د ګرمۍ له وجي د اتيا تنو د مړيني خبر ورکړئ دئ.
د حکومت د هوا پوهني اداره وايي سږکال به د ګرمۍ درجه د پروسږکال په پرتله له څلورو څخه تر پنځو درجو پوري لوړه وي.
په اوړيسه کي حکومت د زدکوونکو تر احتجاج وروسته ټول دولتي او شخصي ښوونځي تړلي دي.
راپور وايي په هندوستان کي په ١٩٩٨ کال د ګرمۍ د شدت له وجي ٢٠٠٠ تنه مړه سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024