په امریکا کی توپانی دوړدوړکی لس کسان ووژل
رویټر خبر ورکوی چی د امریکا په مسی سیپی ایالت کی ټرناډو ( توپانی دوړدوړکی ) لس کسان ووژل او په لسګونو یې هم زخمیان کړل . دا توند او توپانی څرخنده باد چی څه باندی یو کیلومتر پراخ او ډیر شدید و ، ۱۳ کلی وران کړي ، په لس ګونو کورونه یې نړولي یا زیانمن کړي ، کاروبارونه یې تاوانی کړي ، سړکونه یې بند کړي او د برق لاینونه یې شکولي او په سلګونو ملیونه ډالره زیان یې اړولی دی .
پنځه ورځی مخکی په اریزونا ایالت کی د سمندر څخه د تیلو د راکښلو په یوه دستګاه کی چاودنه سوې وه او ټولی پروژې اور اخیستی و چی یوولس کسان پکښی وژل سوي او فعلأ یې تیل سمندر ته بهیږی چی په سلګونو ملیونه ډالره زیان پیښ کړی دی .